خوست سپېره کې طالبانو د چاپې په مهال ۲۰ تنه بهرنيو او داخلي عسکروته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( دوشنبه ١٣٩٤ لړم ٢۵/ ٢٠١٥ م نومبر ١۶)
خوست ولایت نه په راغليو راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سپېرې ولسوالۍ اړوند د دریزو اومندتي په سیمو کې چي تیره شپه بهرنيو او کورنيو قواوو د ملکي خلکو پر کورونو چاپې ووهلي، د طالب وسلوالو ځواکونو له سختو بريدونو سره مخامخ شول .
د ورکړل شوي خبر په اساس په جګړه کې ۴ تنه امرکایي پوځيان او ۷ تنه افغان ځواکونه وژل شوي او ۳ بهرني ۶ کورني عسکر ژوبل شوي دي .
د سيمې خلک وايي چې دغه ډېرې بې رحمانه بمبارۍ وې چې د یادې سيمې د عامو خلکو په کورونو وشوې، چې د يوې مېرمنې په شمول ۳ تنه ماشومان په کې شهيدان شول او ۲ تنه عام کليوال يي له ځانه سره د چورلکو په مټ يوړل .
طالبانو هم دغه چاپه تائید کړې او د خپلو ۲ تنو د ټپي کېدلو او د یوه بل ملګري وژل کېدو خبر هم ورکړی دی .
خو د خوست امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې د دوی د چاپې هدف څوک وه او په کومه موخه يي چاپه اچولې وه .
بدرالدين ځواک