خوست ولایت کې د کمپائن ځواکونو دوه تنه ملکي خلک وژلي دي

 (کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۱۶ ،۹۴ ۱۳ل)

د خوست نه راغلي خبرونو کې ويل شوي دي چې د مرکز اړوند ډېرۍ سیمه کې تېره شپه د کمپائن ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي دي، چې د سيمې خلکو په وینا دوه تنه ملکي وګړي يي وژلي او یو شميرنور بې ګناه خلک يي له ځانه سره بيولي دي .

دېرۍ د خوست مرکز په ختيځه څنډه کې موقعیت لري .

کمپائن هغه افغاني ځواکونه دي چې د بهرنيو ځواکونو په چوکاټ کې کار کوي او د هغوي په لارښونه عملیات ترسره کوي .

خو په دې اړه افغان امنیتي چارواکو څه نه دي ويلي .

محمد سمیع سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close