خوست چارواکي: د لمانځه پر مهال چاودنې لسګونه ملي اردو عسکر وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲)

د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو د پلې لواء په يوه جومات کې چاودنې لسګونه د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لواء وياند تورن عبدالله وايي، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې چې په په ترڅ کې يې لس د ملي اردو عسکر وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.

د عبدالله په وينا، تر اوسه د چاودنې نوعيت او څرنګوالی نه دی معلوم خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

له بله پلوه ځايي امنيتي سرچينود نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په دغه چاودنه کې تر شپږويشت پورې د ملي اردو عسکر وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

ځينې سرچينې وايي، چاودنه د يوه سرتيري بريدکوونکي له خوا شوې چې د جمعې د لمانځه پر مهال يې د ملي اردو عسکرو څخه په ډک جومات کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د خوست د والي وياند طالب منګل هم پېښه تاييدوي وايي، د تلفاتو په اړه به وروسته رسنيو سره معلومات شريک کړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close