خوست چارواکي: د پاکستاني مليشو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۴) د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبواعي مسئول عبدالبصير بینا وايي، د دغه ولايت د ځاځي میدان ولسوالۍ مربوط د مندتې په سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو تر منځ جګړه روانه ده.

نوموړی وايي، لومړی پاکستاني ځواکونو په ملکي لباس کې له پورې دې غاړې پر افغان پوستو بريدونه پيل کړل او وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته پيل شوې چې لاهم دوام لري.

د خوست د والي وياند طالب منګل دغه نښتې تاييدوي وايي، چې سيمې ته اضافي ځواکونه استول شوي دي.

د منګل په وينا، په دغه نښته کې د سيمې خلکو هم پراخ ګډون کړی او دواړه غاړې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي چې په ترڅ کې يې اووه وسله وال او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

په عين حال کې د خوست د ولايتي شورا غړی سید اصغر اکاخېل وايي، په جګړه کې پنځه بريد کوونکي او څلور ولسي خلک چې په جنګ کې يې برخه لرله وژل شوي دي.

تر دې دمه پاکستاني ځواکونو د افغان چارواکو د يادې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم د خوست په سرحدي سيمو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close