خوست: ډیورندکرښې ته څیرمه د نښتو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو ادعاوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)

نن سهار د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورند فرضي کرښې ته څیرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته رامنځته شوه.
د خوست د امنیې قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان وایي؛ پاکستاني ځواکونو هڅه کوله چې د کرښې دې غاړې ته ځینې سیمې لاندې کړي چې د سیمې د خلکو او میشتو افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
پاکستاني چارواکو ویلي چې ځواکونه یې ځکه د افغانستان خاورې ته اوښتي چې له هغه لوري یې یوه پوسته په نښه شوې.
پاکستاني چارواکو منلې چې په دې برید کې یې ۲ تنه عسکر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
افغان چارواکي بیا دا ادعا ناسمه بولي او زیاتوي چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
د خوست د امنیې قوماندانۍ وایي چې په ځوابي برید کې یې ۳ پاکستاني عسکر وژلي او ۴ نور یې ژوندي نیولي.
د خوست سرپرست امنیې قوماندان همداراز د یوه سرحدي عسکر د وژل کیدو او دریو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

د سیمې خلک بیا وایي چې له سرحدي ځواکونو سره یوځای مخ پر وړاندې روان دي او تر اوسه یې یوه پوسته نیولې او ۶ پوځیان یې وژلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close