خوست: ډیورند کرښې ته څیرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)

له خوست ولایت څخه خبرونه وایي؛ چې د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې.
د خوست د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان بي بي سي ته ویلي؛ نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل له کرښې راتیر او یو شمیر سیمې لاندې کړي چې له سخت غبرګون سره مخ شول.

نوموړي ویلي؛ پاکستاني ځواکونو ته لومړی غبرګون د سیمې خلکو ښودلی او په وینا یې چې لا هم دسیمې قومي مشران او ځوانان د دوی د ځواکونو تر څنګ د پاکستاني پوځ پر وړاندې ولاړ دي.
چارواکي وایي؛ پاکستاني ځواکونو د جنډو او ښوند په نامه د غرنیو سیمو د نیولو هوډ درلود، چې د ځایي خلکو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی.
له سیمې څخه راپورونه وایي چې له دواړو لوریو څخه اوس هم خال خال ډزې روانې دي او سیمې له خوست ښار څخه ته د نورو امنیتي ځواکونو د استولو پریکړه هم شوې.
د خوست د امنیې قوماندانۍ سرپرست وایي، په دې نښتو کې تر اوسه کوم لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close