خوست: کمپاين ځواکونو د يوې مېرمنې په ګډون درې ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) تېره شپه د خوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ د کمپاين ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د ځنيځيلو زيړکي په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا، په پېښه کې يوه مېرمن او دوه نارينه وژل شوي دي او د وژل شويو کسانو کور ته يې ورته اچولی چې پکې د يوه هينو ډوله موټر په ګډون پکې د کور سامان سوځېدلی دی.

شاوخوا دوه درې اوونۍ مخې هم د کمپاين ځواکونو په علي شيرو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي و.

له هغې وروسته يې په صبريو او یعقوبيو ولسواليو کې هوايي او ځمکني عمليات وکړل چې په پايله کې يې شپږ تنه ملکيان ټپيان شول او څلور نور ووژل شول.

کمپاين ځواکونه په خوست کې د امريکا له خوا تمويليږي او ډير کله له هغوی سره په ګډه عمليات کوي، چې ډيری وخت د غو عملياتو پر مهال ملکي خلک په نښه کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close