خوست: کمپاين ځواکونو په يوې دينې مدرسې عمليات کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۵) تېره شپه يو ځل بيا د کمپاين ځواکونو د خوست مرکز مربوط د روغي په کلي کې په يوې دينې مدرسې عمليات کړي او د مدرسې زده کوونکي او استادان يې وهلي دي.

يوې ځايي باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، کمپاين ځواکونو د عملياتو پر مهال له يوې مخې د مدرسې ټول زده کوونکي او استادان وهلي او په مدرسه کې د شته کتابونو او قران مجيدونو بې حرمتې يې کړې ده.

د سرچينې په خبره، کمپاين ځواکونو د مدرسې د زده کوونکو د تګ راتګ لس عرادې موټرسيکلونه سوځولي او ګڼ شمير زده کوونکي يې له ځآن سره وړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دې مدرسه کې يواځې دينې زده کړې کېدلې او زده کوونکو يا استادانو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د کمپاين ځواکونو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زني خېلو سيمه کې په يوه کور عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې د يادې کورنۍ د يوې مېرمنې، يو ماشوم په ګډون څلور تنه عام خلک ووژل.

نږدې دوه اوونۍ مخکې هم کمپاين ځواکونو د خوست په عليشرو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي و.

د افغان چارواکو په وینا د کمپاین ځواکونه چې په پرمختللو پوځي وسایلو روزل شوي افغانان پکې ګډون لري د “امریکا استخباراتي” سرچینو له خوا تمویل او تجهیزېږي.

په نږدې يوه مياشت کې دا څو يم ځل عمليات دي چې د کمپاين ځواکونو له خوا په ملکي ميشت ځايونو کېږي او مرګ ژوبله يې ملکيانو ته اوړي.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري تر ډېره په شپنيو عملياتو کې ملکي ميشت ځايونه او دينې مدرسې په نښه شوي چې په ترڅ کې يې ځينې مدرسې ويجاړې شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close