خوست کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) الماس خدرخیل

د کابل ټکی کام د خبر له مخې په خوست کې د ۶۲ ميليونه افغانيو په لګښت د کرکټ يو نړيوال لوبغالی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوبغالي د پرانست غونډې پر مهال د پلازمينې کابل څخه د کرکټ بورډ چارواکو، د کرکټ ملي لوبغاړو، د ولسي جرګې غړو او يو شمير نورو حکومتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ مسئولين وايي، چې په دې لوبغالي ۶۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې په ۳۰ جريبه ځمکه کې د يونيم کال په موده کې جوړ شو، چارواکي وايي، چې دغه لوبغالی د پنځو زرو ننداره چيانو ځايولو وړتيا لري.

د لوبغالي د پرانستو پر مهال د دغه ولايت زرګونه د کرکټ مينوال ورغلي و او تر پرانستې وروسته په لوبغالي کې د کرکټ ملي لوبغاړو يوه لس- لس اوره لوبه هم ترسره کړه.

له غونډې مخکې، زرګونه د خوست خلک د دې له امله بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، چې د کرکټ لوبغالي د ځايولو د ټاکلې شميرې څخه زيات  و.

د کرکټ بورډ رئيس عاطف مشعل د پرانستې پر مهال غونډې ته په وينا کې وویل، چې هم به دغه لوبغالی پراخه کړي او هم به د نندارچيانو لپاره نورې لازمې اسانتاوې هم برابرې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close