خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:

په ارګ كې د استعفاو او برطرفيو را الوتى توپان!!

شناند:

چې د مفسدې ادارې فاسد چارواکي یو په بل پسې الوزوي.

 

هیواد:

داعش زور اخلي كه شړېږي؟

شناند:

د امریکا او فاسدې ادارې له اړخه زور اخلي او د طالبانو د فولادي ګوزارنو له اړخه شړیږي.

 

اصلاح:

پر ولس ملنډې او د وخت ضايع كول د څه لپاره؟

شناند:

چې د غلامانه قدرت ګدۍ یې دوام ولري.

 

اراده:

افغانستان د امريكا د وحشتونو پر ډګر بدل دى

شناند:

بالآخره به د امریکا پر هدیره بدل شي

 

ویسا:

پر ډيورنډ معامله؛ حقايق څه دي؟

شناند:

اختر پټ میړه نه دی، ډیر زر به حقایق رسوا شي

 

د ملي شورا غړي:

طالبانو ته د خوندي سیمو د سپارلو پرېکړه د بهرنیو د فشار له امله شوې

شناند:

هو نو! تاسې خو د خدای او خپل ولس فشار ته سر نه ټیټوئ او بهرنیانو خو مو میړونه دي.

 

دویچه وله دری:

داعش با حملاتی خونین می خواهد جاگزین طالبان در افغانستان شود

مبصر:

که این خواب است و خیال است و محال

 

ویسا:

پاکستان ته د وروستي سفر پر مهال؛ د اتمر په مشرۍ له افغان پلاوي سره سپک چلند شوی دی

شناند:

دوی درانه کله دي؟ نو سپک به نور څه سپک شي؟

 

وزیر دفاع امریکا در سفر غیرمنتظره به افغانستان:

گروهی از طالبان علاقمند به گفتگوهای صلح اند

مبصر:

روی دروغ ګو سیاه

 

اراده:

د ولسمشر د نږدې ټیم د استعفاوو او برطرفیو بهیر روان دی

شناند:

یعنی د چرګانو ټوغکی دوام لري.

 

اصلاح:

افغان ولس دې له بهرنيانو سوله نه غواړي!

شناند:

د قضیې واګي د بهرنیانو په لاس کې دي نو له چا یې وغواړي؟ له بې واکو؟

 

۸صبح:

من زنده جهان زنده!

مبصر:

ولي ملت را به کام مرګ سپرده

 

ویسا:

امريکايي اشغال، د روسي اشغال پر پله

شناند:

او له شرمه ډکه تیښته به یې هم د روسۍ تیښتې په پرتله وي ان شاء الله

 

اصلاح:

ډیورنډ كرښه او د افغان حکومت مشکوک حرکتونه

شناند:

د مشکوک حکومت حرکتونه حتما مشکوک وي.

 

ویسا:

بهرنيان بايد له افغانستانه وايستل شي؛ خو څه ډول؟

شناند:

په محمدي او عمري تیره توره او بس

 

نورستان:

د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۶ ملکي خلک وژل شوي دي

شناند:

تر څو چې اشغالګر په هیواد حاکم وي د مظلومانه شهادتونو دا لړۍ به روانه وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close