خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

 

هیواد:

آيا پدې شرايطو کې هم انتخابات بديل نلري؟

شناند:

ولی نه؟ د اهل الحل و العقد شورا رامینځته کول، خو که دا له اسلامه مرور یې ومني.

 

اراده:

څه وخت به اورو چې: نور بس دی!!

شناند:

هغه وخت چې د اسلام بیرغ رپاند ووینې

 

اصلاح:

آيا ولس پر همدې برخليک خوښ دی؟!

شناند:

مجبوراً! ځکه چې ویره لرې چې له دې بدترې رانشي

 

ویسا:

د انتخاباتو کيسه په کوم لور روانه ده؟

شناند:

د هیواد د بربادولو په لور

 

مسیر:

جنرال مېلر افغان ولس ته څه پيغام راوړي؟

شناند:

یا به پخه غلامۍ منئ او یا درنه لاړو

         

 

پخوانی جهادي مشر اسماعیل خان:

د موقت حکومت جوړېدل د هېواد ستونزې حلولای شي

شناند:

چې دایمي حکومت یې نشي حلولای نو موقت د چا ځوی دی چې د هیواد ستونزې به حل کړي.

 

جان کېري په خپل تازه کتاب کې لیکلي:

د ګډ حکومت طرحه لومړی د ولسمشر غني لخوا وړاندې شوه

شناند:

حال دا چې غني ملت ته درواغ ویل چې زه اطمنان درکوم چې له حکومت نه به هیڅکله سهامي شرکت جوړ نکړم، لعنة الله علی الکاذبین.  

 

ویسا:

طالبانو د جوزجان ولایت د خُمآب ولسوالي نیولې

شناند:

ولسوالۍ اوس وړې خبرې دي، د سرپُل خبرې کوه

 

اراده:

ترمپ محکمه لاهه را تهدید کرد؛ درباره جنایات جنکی امریکا در افغانستان تحقیق نکنید!

شناند:

ځینې احمقان به اوس هم سترګې پټوي، افسوس

 

د هلمند ځايي چارواکي:

پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۲ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

شناند:

ملکی پروا نه کوي خو چې ډالریان نه وي!!!

 

۸صبح:        

صلح در گرو دیگران

مبصر:

معلومدار! تا وقتیکه حکومت در ګرو دیګران باشد، طبیعی است که تمام چیزها اش نیز در ګرو دیګران میماند

 

اصلاح:

ننګرهار ته ورپېښ ګواښونه

شناند:

د امریکا د پروژي (داعش) له لاسه

 

اراده:

د امريکا او ناټو د حضور بيه

شناند:

د افغانستان مظلوم خلک او د کانونو قیمتی کاڼي یې پرې کوي

 

ویسا:

ولې هېڅوک ريښتيا نه وايي؟

شناند:

ځکه چې رښتیا ویل د رښتینو مسلمانانو کار دی

 

مستقبل:

نارنج پلورونکی پيدا کړئ!!

شناند:

هیواد پلورونکی مو پیدا کړی، نارنج پلورونکی یې څه کوو؟  

 

د هلمند ځايي چارواکي:

پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۲ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

شناند:

ملکی خلک خیر چی چارواکی ندی مړه!!! ملکي خلک خو اضافه بست انسانان دی

 

مشرانو جرګه:

په حکومت کې د ننه د اپوزېسیون ډلو موجودیت پر حکومت د خلکو باور را کم کړی

شناند:

پخپله پر حکومت نور کوم باور پاتی دی، پاتی د اپوزیسیون ډلو موجودیت

 

لوی ملي اېتلاف:

حکومت مو غږ وا نه اورېد، ژر به له مشورو وروسته نوی دریځ اعلان کړو

شناند:

چې د میږي د هلاکت وخت نږدې شي  نو خدای ورته وزرونه ورکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close