خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

مسیر:

استخباراتي جګړه؛ آخر تر کومه؟!

شناند:

ترهغې چې ټول مسلمان افغانان یو موټی شي او استخباراتو ته یا کډې ورپه سر کړي او یا ورته د سر په کاسه کې د هغوی وینې نه وي ورکړي.

ویسا:

د ډاکتر خليلزاد د سولې ماموريت!

شناند:

لکه په کلي کې د تورګلي نایی ماموریت

هیواد:

د اکتوبر د اوومې په ياد؛ په نرمه ژبه خونړى پيغام!

شناند:

او د طالبانو لخوا په بوشکه بمونو امریکایانو ته ستر طوفان

اصلاح:

د انتخاباتو په هنګامه کې د ښار او کلي ترمنځ لوی توپير!

شناند:

د دې حکومت بنسټ په همدې ایښودل شوی، چې ښاریان دې په هر څه کې ونازول شي او کلیوال دې ورټل او ووژل شي.

اراده:

له ترهګرۍ سره د امريکا تاکتيکي مرستې!!

شناند:

او له غلامانو سره یې بیا تخنیکي مرستې!!!

وکیلان او شنونکي:

په حکومت کې وروستیو ګومارنو کادري سیستم خراب کړی

شناند:

استعمار له پوخ عمره نارینه غلامانو سمه لاسته راوړنه ونه درلوده، ځکه اوس غواړي د کم عمره او ښځینه و د غلامۍ نتیجه هم تجربه کړي.

د وردګو قومي مشران:

په تېرو درېیو میاشتو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې سلګونه ملکیان وژل شوي

شناند:

خو په تاسف سره چې بهرني او لاسپوڅی حکومت په خپلو خولو کلک لاسونه ایښي په ډاګه  معلومیږي چې دا عملیات د بهرنیو او کورنیو ټولو سره د عامه خلکو په وژلو اتفاق ته رسیدلی دی.

شوارای عالی صلح:

زمینه به گونۀ بیسابقه برای گفتگوهای بین الافغانی مساعد شده است

مبصر:

در پشتو یک متل است میګه: (ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي) طالبها ګفتګوها را اصلا با این حکومت دستنشانده و بې صلاحیت ضیاع وقت می پندارند، ولی حکومتی های همه روزه غالمغال دارند و میګویند که: زمینه برای ګفتګوها مساعده شده است!!! خیلی تعجب آور نیست؟

ملګري ملتونه:

په روان میلادي کال کې د جګړې له امله ۲۵۰ زره افغانان بېځایه شوي

شناند:

ملګري ملتونه پر ځای د دې چې د افغانانو درد دوا کړي، ایله یې دردونه شماري.

۸صبح:

در نتیجۀ حملۀ انتحاری در هلمند به شمول یک کاندید ولسی جرگه ۸ تن کشته شدند

مبصر:

تا که انتخابات برګزار میشود، تعددای زیادی از هواداران دالر، کله های خود را درین راستای دموکراسي ګندیده امریکایی از داست خواهند داد.

سرنوشت:

ایا امريکا په سيمه کې ماته شوې؟

شناند:

که ماته شوی نه وای ټرمپ به هر زګ او بوټي ته سرګردانه لاسونه نه اچول.

ویسا:

پر ډېران لمونځ!!

شناند:

خاص لکه د اشرف غني مسلماني

هیواد:

درنو هېوادوالو، يواځې شعار نه؛ بلکې عمل ته وګورئ!

شناند:

د وکیلانو، تر شعارونو یې اعمال ډیر خراب دی

انیس:

ځوانان څه وکړي؟ د ملي وحدت حکومت دې ځواب ووايي!

شناند:

زه خو وایم چې ځوانان دې خپله دیني مطالعه زیاته کړي، که نه نو د بربادۍ په سمندر لاهو کیدونکی دی

اصلاح:

د اكتوبر۷مه پر هېواد د امريکا د يرغل په ياد

شناند:

بلکې د امریکا لپاره د ویتنام زاړه زخمونه تازه کیدل

۸صبح:

زلمی خلیلزاد با مقامات پاکستان در مورد برقراری صلح در افغانستان صحبت کرد

مبصر:

خلیلزاد تنها بخاطر بدست آوردن معاش ماهانه خود تلاش مینماید، امریکا غافل است.

د کوچیانو ریاست:

ښايي ۵۰ سلنه کوچیان د رایه ورکولو له حقه بې برخې شي

شناند:

د امریکا تر مستقیمې قوماندې لاندې به رایه څه وی او حق به یې څه وی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close