خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:

آيا د جګړې جغرافيه په بدلېدو ده؟

شناند:

هو! امریکایان  په  تښتیدا او لاسپوڅي یې د دار په  تخته ښکاري

 

اصلاح:

د ابتذال په لور روان بهير

شناند:

چې اغزي کرې بیا ګل غواړې دا نشته

 

اراده:

په هېواد كې د بحران لامل په فساد كې ډوب حكومت

شناند:

خدای به ېې په خپل  قهر کې  هم ډوب کړي

 

هیواد:

د ولس د ارادې د واكمن محور تشه

شناند:

ځکه چې دموکراسي  یوه درواغجنه  پدیده ده

 

کرکټ:    

افغانستان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

شناند:

خو په  تاسف سره چې تر اوسه د  تمانچې یوه مرمۍ لا نشي جوړولای

 

 

ویسا:

د اوبو او برېښنا وزارت په هېواد کې د اوبو د سرچینو پر کموالي اندېښنه وښوده

شناند:

افرأیتم ان اصبح ماؤکم غورا  فمن یأتیکم بماء معین.

 

اصلاح:

ایران د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی

شناند:

خو چې د پردې تر شا نور څه نه وي؟

 

۸صبح:

حملۀ انتحاری در هرات یک کشته و سه زخمی برجا گذاشت

مبصر:

یکې عذاب خداوند بر منافقین ستمګار

 

محمد حنیف اتمر:

جگړه له خارج څخه پر موږ تحمیل شوې او واک یې له نورو سره دی

شناند:

د لمر په څیر روښانه خبره ده، جګړه د امریکا لخوا ستاسې په څیر د غلامانو په لاس پر افغان ولس تپیل  شوې او واک یې هم له هغوی سره دی

 

اراده:

د ملي وحدت د حكومت تكرار او احتمالي نتايج يې

شناند:

نتایج یې د جګړو لمبې په جوش راتلل

 

 

هیواد:

داعش څنګه په افغانستان كې ځالې جوړې كړې

شناند:

لکه څنګه یې چې بادارې امریکا جوړې کړې

 

اصلاح:

كمزورى حكومت تر ټولو ستر ناورين

شناند:

بلکې غلام حکومت د سترو نه ستر ناورین

 

ویسا:

د انتخاباتو مبهم برخليك او د افغانستان مبهم راتلونكى

شناند:

خو د غزا روښانه برخلیک او د افغانستان روښانه  راتلونکی ان شاء الله

 

ویسا:

ننګرهار يو ځل په وينو ولمبول شو!

شناند:

ځکه چې د وینه تویونکو په لاس کې دی

 

کرکټ: افغانستان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

 

سرنوشت:

یوناما خواستار توقف فوری کشتار غیرنظامیان شده است

مبصر:

به استثنای از کشتارهای وحشیانه ای همه روزه نظامیان امریکایی، بخاطریکه آنها مصؤنیت قضائي و اجازه کشتار را از سوی حکومت دست نشانده  بدست آورده است

روزنامه ستارز اند سترایپس:

استفاده از طیارهای امریکایی بجای روسی توانایی نظامی افغانستان را تضعیف خواهد کرد

مبصر:

غیر ازو هم رو به تضعیف شدن است، بخاطریکه در صف باطل استاد هستند.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close