خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:
په امريكا او اردليانو يې قيامت راكوز شو!
شناند:
ځکه چې د امنیتي تړون په خلاف د آواز په پورته کولو سره یې شخصي ګټې په خطر کې وغورځیدې

هیواد:
د ستونزو اصلي سرچينې چاره په كار ده
شناند:
او اصلي سرچینه معلومه ده چې امریکایی اشغال دی

اراده:
آیا په ډیورنډ معامله کېږي؟
شناند:
د دې مفسد حکومت اعمال چې وڅیړل شي د هر ډول نادودې د احتمال بوی ترې پورته کیږي

اصلاح:
له امريكا سره د امنيتي تړون د لغوې په لور لومړى مهم ګام!
شناند:
د طالب ګوزارونه به د ډیرو عقل سر ته راولي ان شاء الله.

مسیر:
د سپتمبر ۱۱ مه؛ د وحشتونو د سيالۍ پيل
شناند:
او هغه د افغانستان پر مظلوم جنګ ځپليو خلکو د ظلم او وحشت ناتار راکوزول

دیني عالمان:
بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي
شناند:
کور مو آباد چې 18 کاله وروسته مو خپل مسؤلیت ته متوجه شوئ، اوس هم سر وخت دی.

د سولې کاروان:
د افغانستان روانه جګړه د امريکايانو د حضور پايله ده
شناند:
برعکس، د امریکایانو حضور د افغانستان د جګړې عامل دی او روانه جګړه به یې د چنګیز، انګریز او شوروي اتحاد په څیر تیښتې ته مجبور کړي. ان شاء الله.

وزارت انرژی و آب:
سطح آبهایی که به دریاها میریزد ۶۲ درصد کاهش یافته است
مبصر:
این هم یکی از قهرهای خداوندی است که به سبب تبدیل نمودن نظام خداوندی به نظام دموکراسي بر ما و شما نازل ګردیده است.

ویسا:
د لوی ملي اېتلاف پلويانو په ننګرهار کې د انتخاباتو دفتر دروازه وتړله
شناند:
کاشکی چې د انتخاباتو د دفتر پر ځای د منحوسې دموکراسۍ د بوجۍ خوله یې تړلې وای، نو دا مشکلات به پخپله حل شوی وای.

وکیلان او د چاپېریال ساتنې متخصصان:
حکومت دې په افغانستان کې د امریکا د پټو لابراتوارونو په تړاو پلټنې وکړي
شناند:
حکومت به دومره زړه له کومه کړي؟؟؟ موږک پیشو ته ویلای شي چې بووووووو؟

سرنوشت:
بيا هم د سولې نامعلوم مستقبل
شناند:
لکه د غیر اسلامي حکومت نا معلوم مستقبل

انیس:
د نظام د سقوط خطر…!
شناند:
او ورسره سم د اشرف غني د په دار د ځړیدا یقین

هیواد:
حقايق ولې پټ ساتل كېږي؟
شناند:
ځکه چې په حقایقو پټولو سره جیبونه ښه ډکیږي

۸صبح:
سرنوشت نامعلوم انتخابات و کمیسیون نامستقل آن
مبصر:
مثل سرنوشت نامعلوم زمامداران فعلی کشور

مسیر:
صلح در گرو دیگران
مبصر:
مثل تمامیت ارضي و فضای پاک کشور مان در ګرو 39 کشور خصوصا امریکا.

بی بی سی:
هیئت طالبان برای مذاکره با سازمان ملل به دبی سفر کرد
مبصر:
آهسته آهسته جامعه بین المللی حقیقت را درمیابند، ویحق الله الحق و لو کره المشرکون()

د ملي شورا غړي:
د امریکا سفارت کارکوونکي د امنیتي تړون د ساتلو لپاره ولسي جرګې ته تللي
شناند:
دا ځینې اوس هم ړانده او عقل یې کار نه کوي، اوس هم درست قضاوت نه کوی چې امنیتی تړون د چا په ګټه دی؟؟؟؟ فاعتبروا یا اولی الالباب.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close