خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:

افغانستان امريكا ته مهم دى، خو د جګړې د دوام په بڼه

کابل ټکی کام:

نو ځکه ویلای شو چې امریکا نړۍ کې جګړییز پروګرام پر مخ بیایي.

هیواد:

د صبغت الله مجددي دريځ د ستاينې وړ دى… خو!!

کابل ټکی کام:

خو آرمان چې د امریکایانو پوخ غلام دی.

آرمان:

د نظام د بدلون كه د سمون اړتيا ده؟!

کابل ټکی کام:

کږې خولې په سوک سمیږي او بس.

ویسا:

خبردار! د پرديو پر وحشيانه بمباريو نظامونه نه ساتل كيږي.

کابل ټکی کام:

خو اشرف غني او عبدالله یې چې ساتي نو ساتل کیږي.

هیواد:

په كندز كې يو ځل بيا د امريكا تاريخي جنايت

کابل ټکی کام:

یواځې په کندز کې؟ بلکه د افغانستان لویشت لویشت یې د جنایت شاهده ده.

د مشرانو جرګې رییس:

حکومت باید له امریکا څخه د کندز د پیښې پوښتنه وکړي

کابل ټکی کام:

هههههههههه غلام هم له بادار څخه پوښتنه کولای شي؟.

ویسا:

د ملکي وګړو او ماشومانو پروړاندې وحشت د ټولو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

کابل ټکی کام:

خو د دې قانون نه امریکایان مستثنی دي ځکه چې اشرف غني د قضائي مصؤنیت سند ورکړی.

۸صبح:

بودجۀ سال مالی ۱۳۹۶ برای بحث و مشوره دهی به مشرانو جرگه معرفی شد

کابل ټکی کام :

یعنی به جرګه ای موشها.

د بلخ اوسيدونکي:

سیمه ییز پولیس له خلکو عشر او زکات ټولوي

کابل ټکی کام:

ځکه چې حکومتي مشران په فساد کې تر غوږو ډوب دي، دوی ته خپل استحقاق نه رسیږي نو آخر انسانان دي نو څه وخوري؟ ماران خو ندي چې خاوره وخوري.

۸صبح:

بسیاری از مراکز صحی به علت جنگ در ارزگان مسدود شده‌ است

کابل ټکی کام:

بخاطریکه مراکز صحی مثلیکه در کندز هدف بمباردمان امریکایی ها صورت ګرفت، هدف بمباردمان هوایی امریکایی ها نګردد.

سوداګرۍ وزارت:

یوه نیمه ربعه کې ۲۰ سلنه صادرات زیات شوي

کابل ټکی کام:

او فساد څو سلنه زیات شوی؟

ویسا:

ايران د طالبانو نوى پټنځاى او روزنځاى

کابل ټکی کام:

او امریکا د اشرف غني د رژیم پټنځای او روزنځای.

هیواد:

د فاجعو تكرار او د حكومت همغه زړه سندره!

کابل ټکی کام:

او د امریکایانو همغه زړه خندا.

۸صبح:

بحران برخاسته از اختلافات، ما را بکجا میکشاند؟

کابل ټکی کام:

به سرنوشت داکتر نجیب.

ویسا:

دوه خطرناكې ننګونې: بهرنۍ لاسوهنې او كورني زورواكان

کابل ټکی کام:

صلیبي استعمارګران او کورني غلامان.

هیواد:

د علمي او كلتوري خدمتونو په وياړ ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال وركړ شو.

کابل ټکی کام:

او د جهادی خدمتونو په ویاړ مجاهدینو ته په باګرام او ګوانتانامو کې کلونه قیدونه ورکړل شول.

اسفندیار ولي خان:

که پاکستان له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې نه کړي نو حالت به یې تر سوریې هم بد تر شي

کابل ټکی کام:

او که د پښتو دعوه داران له اسلام سره خپلې اړیکې سمې نکړي نو حالت به یې تر دې هم بدتر شي.

داکتر کمال سادات:

جوانان دارای برنامۀ منظم و دقیق تجارتی مورد حمایت مالی قرار می گیرند.

کابل ټکی کام:

تا به دین منحرف مسیحیت تشویق ګردند.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close