خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

هیواد:

امريكايي وحشتونه او د هاګ محكمه

کابل ټکی کام:

هاګ پخپله د وحشتونو محکمه ده نو وحشي به د بل وحشي محاکمه څه ډول وکړي؟

ارمان:

حكومت او ولسي جرګه بيا سره واوښتل!

کابل ټکی کام:

اللهم سلط الظالمین بالظالمین و اخرجنا من بینهم سالمین غانمین. آمین.

افغانستان:

استيضاح او د ملي مصلحت خبره!

کابل ټکی کام:

استیضاح، که په چل ول سره منافق مقاومتیان له صحنې ویستل؟

ویسا:

د وزيرانو لو ګډ شو…!!

کابل ټکی کام:

د اور اخیستې پیشو (حکمتیار) او د افغانستان له جنګ نه پښیمانه (ټرمپ) په راتلو سره په ټولو افغاني غلامانو لو راروان دی له خیره.

انیس:

د درستې نړۍ د اټكل خلاف ټرمپ وګټله… ولې؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې ټرمپ له هیلري کلنتن نه یو څه توپیر لري، په دې معنی چې د هیلري کلنتن میړه کلنټن له مونیکاوینسکي سره په نا مشروع اړیکو په نړیواله سطحه وشرمیدو او ټرمپ بیا تر یوې زیاتو نجونو سره په نا مشروع اړیکو په شرمونو پټ شو. نو په امریکا کې چې څوک څومره ډیر شرمیدلی وي هماغه ډیرې رایې وړي.

ضمیر کابلوف:

افغان طالبان اوس د یوې فعالې سیاسي وسله والې ډلې په توګه مطرح دي

کابل ټکی کام:

خو ګلمرجانیان یې اوس هم نه مني.

اصلاح:

ولسي جرګې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سلب صلاحيت کړ

کابل ټکی کام:

ځکه چې مفسدې ادارې دغه مفسد خلک په واسطو او رشوتونو مقرر کړي وو.

محکمۀ هاگ:

 اردوی امریکا و منسوبین سی‌آی‌ای در افغانستان جنایات جنگی را مرتکب شده اند

کابل ټکی کام:

بخاطریکه اشرف غني و عبدالله سند مصؤنیت قضائې را برآنها داده است.

خلیلزاد:

ایران د سپاه پاسداران په مرسته د ترهګرو ملاتړ کاوه

کابل ټکی کام:

خو امریکا بیا په عراق کې د همدغو پاسدارانو ملاتړ کاوه او لا یې هم کوي، نو اصلي ترهګر څوک دی؟

سياسي شنونکي او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه ولسمشر ته:

ټاکنیزو کميسیونونو ته دې پر معرفي شویو کسانو بیا کتنه وشي

کابل ټکی کام:

ولسمشر د خپلو فاسدو وزیرانو پر بیا کتنه هم خفه دی نو پر دې مفسدینو به څه بیا کتنه وکړي؟

۸صبح:

ناسیونالیزه کردن سیاست، کشور را بکجا میبرد؟

کابل ټکی کام:

شر وفساد، پاتکسالاري و حالا ناسیونالیزم، کشور را پس به فرزندان اصیل خود (امارت اسلامي) خواهد برد.

سرنوشت:

آیا ترمپ، گرباچف ایالات متحده می شود؟

کابل ټکی کام:

حتماً ان شاء الله، و امریکا به ۵۲ کشور توته توته خواهد شد.

ویسا:

د ولسي جرګې يو انقلابي اقدام چې د ژر ټكني كولو هڅه يې وكړاى شوه؛ خو…

کابل ټکی کام:

خو فاسد غني چې خپل څومره زور هم وواهه نو زور یې ونه رسید.

هیواد:

اوس به څه كيږي؟

کابل ټکی کام:

اوس همغه څه کیږي چې له ډاکټر نجیب سره وشول. خو غني خبر نکړئ چې بیا به د ملګرو ملتونو دفتر ته وتښتي.

ارمان:

افغانستان، تر يوه هر اړخيز يرغل لاندې

کابل ټکی کام:

ګل د کدو ګل دی چې یو لرې کوو تر لاندې بل دی.

مسؤولان حقوق بشر:

 نیروها در کندز و بغلان از کودکان سربازگیری میکنند

کابل ټکی کام:

بخاطریکه شعار ایشان خدمت به مردم است، و میخواهند کودکان و اولاد مردم را فدای خود بسازند. تُف بر این نوع خدمتګاران ملت.

د فراه یو شمير اوسيدونکي:

 ماشوم تښتوونکي دې اعدام شي.

کابل ټکی کام:

اعدام به شي خو که بې واسطې او بې پیسو وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close