خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ملی ارمان:

د انتخاباتي كمېسيونونو د نويو غړيو لوړه!

کابل ټکی کام:

چې داسې غلا، اختلاس او فساد به کوو چې په تاریخ کې ساری ونلري.

هیواد:

آيا داعش په رښتيا خطر نه دى؟

کابل ټکی کام:

چې تاسې پسې کوتک راواخلي بیا خطر دی او که عام ولس وژني نو بیا نه دی.

ویسا:

د امريكايي وحشت پر خلاف د ويښتابه څپې

کابل ټکی کام:

د طالبانو دغه ډول څپې خو له لومړۍ ورځې پیل شوې خو اوسنیو څپو ډیر ناوخته کړی.

انیس:

د درې ګونو قواو ترمنځ ټكر ولې او د چا په اشاره دى؟

کابل ټکی کام:

ټکر د ډالرو د ویش په سر دی، او د جان کیری په اشاره.

ویسا:

امريكايي وحشتونه او د هاګ محكمه

کابل ټکی کام:

یعنی وحشتونه هم د غلو او محکمه هم د غلو. نو چې قاضي غل شي فیصله په چا کوې؟

 

معاون شورای ولایتی میدان‌وردک:

نیروهای خیزش مردمی در میدان‌ وردک باجگیری میکنند

کابل ټکی کام:

بخاطریکه شما به آنها تریننګ فساد داده اید.

ویسا:

د انتخاباتي کمېسیونونو نویو کمېشنرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل

کابل ټکی کام:

چې په جعل او تقلب کې به له ټولې نړۍ مخکښ وي.

۸صبح:

بعضی شرکت‌ها سیمکارت‌های غیر قانونی عرضه می‌ کنند

کابل ټکی کام:

در پشتو یک متل است میګه: کامه ورانه شوه، بیړا اوس خبر شو.

سرنوشت:

اثرات منفی عدم کاریابی بروضع سیاسی، امنیتی و اقتصادی کشور

کابل ټکی کام:

و اثرات منفی کاریابی بر وضعیت اردوی ملی، در محرومیت از جنازه بعد از کشته شدن در جنګ.

هیواد:

طالب؛ د اشغال پر ضد كه د اشغال په چوپړ كې؟

کابل ټکی کام:

که فرض کړو چې طالب د اشغال په چوپړ کې نو د اشغال پر ضد بیا څوک کیدی شي؟ معلومه ده چې هیڅوک نه، نو د درواغجنو دې مخ تور شي. چې د واقعیتونو د پټولو هڅې کوي.

۸صبح:

رویا رویی قوای ثلاثۀ دولت

کابل ټکی کام:

در اصل رویا رویی ۳ جنګل.

د پخواني ولسمشر د دفتر پخوانى رئيس عبدالكريم خُرم:

ټرمپ به د امريکا د بهرني سياست له سرو کرښو وانه وړي.

کابل ټکی کام:

ګوړه ګوړه وایاست، خوله به مو خوږه وي.

کمیتۀ گزینش، انتخابات:

کمیدی یا تراژیدی؟

کابل ټکی کام:

هم کمیدی و هم تراژیدي.

ارمان:

د علمي او كلتوري خدمتونو په وياړ ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال وركړ شو.

او سندرغاړي خیال محمد ته د ولسمشر لخوا د څه شي په خدمتونو کې مډال ورکړل شو؟

وزارت ترانسپورت:

نخستین دروازه الکترونیکی برای ثبت وسایط نقلیه در شرق کابل افتتاح شد

کابل ټکی کام:

یک منبع خوب برای رشوت و فساد مزید برای حکومتی ها.

ځايي چارواکي:

د غورک ولسوالۍ د سقوط اوازې بې بنسټه دي

کابل ټکی کام:

د کندز خو بې بنسټه نه وې کنه؟ شرم درته په کار دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close