خيبرپښتونخوا: تحريک انصاف د وزير اعلی څوکۍ ته نوماند انتخاب کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خيبرپښتونخوا صوبې د وزير اعلی څوکۍ لپاره د دغه ګوند یو پخوانی غړی چې د سوات اوسېدونکی دی نوماند کړی.

تېره ورځ ناوخته د تحريک انصاف ګوند يوه مطبوعاتي مسوول افتخار دراني وويل، د ګوند مشر عمران خان د یادې څوکۍ لپاره د سوات نه محمود خان انتخاب کړی دی.

محمود خان په ۲۰۱۳کال کې له سوات څخه د تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی شو او د تير حکومت په ایالتي کابينه کې د سپورت، کلتور او اوبه خور وزير هم پاتې شوی دی.

نوموړی د تېر جولای پنځويشتمې ټاکنو کې يوځل بيا له سوات څخه صوبايي اسمبلۍ کې خپله څوکۍ وګټله.

تر دې وړاندې د دغه ګوند د غړو تر منځ د يادې څوکۍ لپاره د نوماند په ټاکلو کې اختلاف موجود و او د وزيراعلي نوماندۍ لپاره د عاطف خان نوم يادېده خو د دغه صوبې د پخواني وزيراعلی پرويز خټک د مخالفت له کبله دواړه د يادې څوکۍ څخه تېر شوي او پرځای يې محمود خان نوماند شوی دی.

ويل کېږي، د دغه څوکۍ لپاره دوه سيالانو پرويزخټک او عاطف خان د محمود خان پر نوماندېدلو خوښي څرګنده کړې ده.

محمود خان د سوات د مټې دی، خپلې لومړنۍ زدکړې يې سوات او پېښور کې کړي، وروسته یې د پېښور له کرنې پوهنتون څخه ماسټري اخيستې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close