خيبرپښتونخوا: د سکرو کان کې چاودنې نهه تنه وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۱)

د پاکستان خيبرپښتونوا ایالت په دره ادم خيل سيمه کې د سکرو په کان کې د چاودنې له کبله دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کوهاټ سيمې د پوليسو وياند فضل نعيم رسنيو ته ويلي، چاودنه د درې د (اخوروال کلي) د حاجي فردوس په کان کې شوې ده.

د نعيم په وينا، په چاودنه کې نهه تنه وژل شوي چې ټول د شانګلې سیمې اوسېدونکي دي او په ټپيانو کې دوه د شانګلې او يو د بونير دی.

د روان کال په اپريل مياشت کې هم د دره ادم خيل د سکرو په يوه کان کې د چاودنې له کبله شبږ کسان وژل شوي و او پنځه تنه نور ټپيان و.

په ياده سيمه کې د سکرو يو شمير کانونه شته چې وخت ناوخت په کې د ګازو له کبله چاودنې کېږي او کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله اوړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close