خير دی مونږ بې ياره او مددګاره مه پرېږده 

ډاکټر يوسف کابلی

د ګندمک تړون عار دی ، خو د افغان وژنې ضمانت ورکوونکی تړون ( امنیتي تړون ) پدې بیه هم ساتم چې نه مې د پاکستان له توغندويي بریدونو ژغوري ، نه مې په اغزن تار غځیدلو ځان پوه کړ؛ خیر دی که ډيورنډ يې رانه واخیست او نه د سولې کولو او نه په جګړه کې د برلاسي کیدلو لپاره د نړۍ د نورو هیوادونو سره د تعامل اجازه لرم !!

خو دغه د شرم ډک تړون ساتلو لپاره ټرمپ ته د شپې تیاره کې ( له نورو افغانانو پټ )  لیکم ؛ چې : خیر دی ، ستاسو د پوځونو شمیره به درې زرو ته راښکته کړو او لګښتونه به هم دوه ملیونه کم شي !

او خیر دی په میاشت کې کم تر کمه دوه ځلې مې معصوم ماشومان هم وژنه ، خو تړون مه ختموه ! مونږ بې یار او مددګاره مه پرېږه ! ځکه جګړه زما او ستا دواړو په  ګټه ده او هم زه په واک کې د پاتې کیدو عاشق یم او د خسرګنۍ د ګټو لپاره د تدارکاتو کمیسیون له لاسه وتل نشم زغملی ، د اکرم خپلواک ، عبدالسلام رحیمي حلیم فدايي …او سلګونو نورو فیسبوکي خیاطانو تنخواګانې له کومه کړم او عادتونه يې څنګه ورک کړم ؟!

د خدای لپاره ټرمپه انډیوالي مه پرېږده ! زه کولی شم د غازي آمان الله خان د پیرویتوب دعوه ژوندۍ ساتلو او مقبره يې بیا جوړولو باندې خپل ولس وغولوم !

لږ وخت نور هم راکړه ، داسې والیان مې ټاکلي چې که کار نشي کولای خو فیسبوک يې هره ورځ له ملاقاتونو او کمپایني کارونو ډک وي زما او د عبدالله ناندرۍ هسې سیناريويې دي ، ما خپله اداره امور له ماشومانو ډک کړ ، دغه دی پارلماني ټاکنو کې مې هم  له نیمايې زیات خلک داسې کم عمره خلک راورسول چې د تیر ځل پارلمان مشکل مې هم حل شو !

که د جهاد دوران کې د افغانستان اردو ختمولو کریدت  چاته ورځي ، ما هم ور څخه کم کار ندی کړی ؛ دغه څلور کلنه واکمنۍ کې مې ۴۵۰۰۰ امنیتي ځواکونه … که چا اردو ختمه کړې وه ، ما يې مکمل ژوند ورختم کړ .

ګوره !زمونږ په څير غلامان والله که پیدا کړې ، بیا به پښمانه شې !! ګوره تا وکتل چې څومره ماشومان دې راووژل او ما په عمر کې یوځل دومره وویل ؛ چې په هېواد کې د امريکايي پوځ په پاتې کېدلو هيڅ افغان خوښ نه دی ، بیا به يې  ونه وایم ، زما هماغه زړه وعده ده ، چې مې نیویارک کې در سره کړې وه !!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close