خير رسوونکې بې پيلوټه الوتکې

لاروى

د بې پيلوټه الوتکې، يا په نوې اصطلاح د ډرون، نوم اورېدلو سره  انسان دا فکر کوي چې دا الوتکه به په ساعت کې څومره انسانان وژني؟ دا فکر له انسان سره څرنګه پيدا شو او ولې د ډرون له نوم سره د مرګ خبر تړلى دى؟ دې پايلې ته هغه وخت رسېږو چې په نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو له بېلابېلو پاليسيو ځان خبر کړو.

امريکا، اسراییل، فرانسې، برتانيې، روسیې، چين او يو شمېر نورو هېوادونو بې پيلوټه الوتکې لومړی په پوځي نظام کې د کارونې لپاره رامنځته کړې، چې د پوځي مرکزونو استخباراتي معلومات پرې راټول کړي. وروسته یې د افغانستان، عراق، سوریې، یمن، صومالیا او پاکستان په ګډون په نورو هېوادونو کې له هوا د راکيټي بريدونو لپاره وکارولې.

په پرمختللو هېوادونو کې د زپالين په نامه بې پيلوټه الوتکې روغتيايي کارکوونکو ته په واک کې ورکړل شوې دي. د هېواد په هره برخه کې چې سيلاب، زلزله، د غره ښويېدنه، جګړې، ډول ډول طوفانونو او نورې پيښې رامنځته شي، د دې بې پيلوټه الوتکو په وسيله ورته په خپل وخت سره درمل او د اړتيا وړ خوراکي مواد وررسول کېږي.

که څه هم دا الوتکې امريکا جوړې کړې دي، خو افريقايي هېوادونو ته یې د مرستې  او افغانستان، عراق، صومالیا، یمن، سوریې او پاکستان ته یې د بمبار او مرګ لپاره  رالېږلې دي.

دا بې پيلوټه الوتکې په يوه ساعت کې  ١٢٨ کيلومتره واټن وهلاى شي. که څه هم دا ډول الوتکې په تېر ٢٠١٦ز کال کې جوړې شوې او د استفادې وړ ګرځېدلې دي، خو په بشپړه توګه یې د انساني همدرديو خدمتونه سر ته نه وو رسولي.

د اسټراليا په ګډون يو شمېر هېوادونه غواړي له  دا ډول الوتکو په روغتيايي برخه کې ګټې پورته کړي څو مصيبت ځپلو سره په خپل وخت مرسته وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close