خپلواک:راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره د مذاکراتو سربیره د سعودي غونډه هم ترسره شي

 

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک نن د پارلمان عمومي غونډې ته غوښتل شوی و او د وکیلانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
خپلواک وویل؛ راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي، خو د وخت او ځای په تړاو یې په دقیق ډول څه ونه ویل.
نوموړي پر خپله ټویټر باڼه لیکلي “ د سولې عالي شورا او حکومت د مخامخ مذاکراتو لپاره کاملا اماده دي او شرایط اماده بولي. – اميد لرو چې طالبان هم د خلکو د هيلو او د حرمينو په احترام اوربند اعلان او مخامخ مذاکراتو ته خپل هئيت معرفي کړي“
هغه د مذهبي فشار په برخه کې د سعودی غونډه هم یاده کړه چې په خبره یې راتلونکې اونۍ به ترسره او د طالبانو روانه مبارزه به له دیني پلوه وڅیړي.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې له امریکایانو سره مخامخ مذاکرات کوي اوله بې صلاحیته جهتونو سره یې د خبرو امکان رد کړی.

طالبانو د مذهبي فشارونو په خاطر رابلل شوې غونډې چې امریکایي قوماندان جان نیکلسن یې د ځان ابتکار بولي،  استخباراتي بللې او له علماؤ یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې د ملي امنیت یو لوړ پوړي چارواکې د نوم نه ښودولو په شرط خبریال ویبپاڼي ته ویلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د افغانستان د سولې عالی شورا ځینې غړي د سولې په تړاو د ملا رسول په نوم له طالبانو څخه د یوې جلا شوې کوچنۍ ډلګۍ له مشر سره وګوري.

سرچینې ویلي، ملي امنیت شورا له پاکستان څخه غوښتی چې ملارسول ورخوشې او له دوی سره خبرو ته کینوي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close