خپلواک: چې سوله ونه شي،انتخابات بې ځایه هڅه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)

ولسمشر غني ته نږدې څیره او د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی مشر اکرم خپلواک وایي، تر انتخاباتو سوله ډیر اولویت لري او په وینا یې چې د سولې په نشتون کې انتخابات بې ځایه هڅه ده.
خپلواک چې تیره ورځ  د پکتیا له ځوانانو سره په یوه ناسته کې خبرې کولې وویل؛ تر هغو چې سوله نه وي راغلې، هیڅ ډول ټاکنې مشروعیت نه لري.
نوموړي زیاته کړه؛ اوسمهال د ولسمشر غني د ټیم غړی نه دی خو دا چې راتلونکو ټاکنو کې به له کوم کاندید څخه ملاتړ کوي، څه ونه ویل.
پر اکرم خپلواک تورونه دي چې نوموړی  د ملي یووالي دحکومت تر ټولو لوی کمیشنکار وو، چې زیاتره دولتي څوکۍ یې له خپل واک څخه په استفادې سره  په ځانګړو کسانو د پیسو په بدل کې پلورلې دي.
بل پلو د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند  او په هند کط د افغانستان لوی سفیر شیدا محمد ابدالي په یوه مرکه کې چې له پژواک آژانس سره یې کړې، هم پر دې خبره ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ؛ که د ریښتونې سولې راتګ ته زمینه سازي کیږي او یو جوړجاړی رامنځته کیږي، نو ښه داده چې انتخابات ورته وځنډول شي

هغه ویلي، حکومت باید روښانه کړي چې د سولې د نه راتګ لاملونه څه دي او باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه راځي چې یوې امریکایي ورځپاڼې تیره ورځ خبر ورکړ، چ د ټرمپ اداره پلان لري څو د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي او د له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته اولویت ورکړي.
خو ارګ دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هیڅ لوري فشار نه مني او ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close