خپلې ځوانۍ څنگه وساتو؟

 لیکوال: خالد رحیمزاده

ګرانو دوستانو کله چی د هلک عمر ۱۵ کلونو ته ورسیږې، نو دا هلک د بلوغ مرحلې ته ورسید، د هلک بلوغت «ځوان کیدل» په شریعت کې په مختلفو علامو او نښو سره پیژندل کیږې، د بیلګې په توګه سره لکه د احتلام واقع کیدل وی، یا د هغه څخه د یوې ښځی حمل کیدل وې، یا د شهوت سره انزال کیدل، نو په دغه نښو سره هلک بالغ شمیرل کیږې.ورسره ورسره ددین احکام پر فرض کیږې لکه لمونځ، روژه او نور شریعی احکام.

 په دې مرحله کی مور او پلار ته پکار دي، چې د هلک د ځوان کیدو سره د هغه ښه خاص خیال وساتی، د غلط قسم ملګرو او دوستانو څخه دده د لیرې ساتلو پوره کوشش وکړی.

دغه ډول د سینماگانو، تماشاو، فلمونو، افسانو، لوڅ عکسو څخه د اخلاق ضد او منحرف شیانو یې پوره محفوظ وساتي. د ښځو او جینکیو د محفلو او اختلاط څخه یی ډیر لیرې وساتي، ځوانانو ته په خپله هم ددې تمامو خبرو څخه بی پایانه «ډیر» احتیاط کول پکار دي، که د ځوانۍ په ابتداء کې د خرابۍ طرف ته ولاړو، نو بیا یې صحیح لارې ته راوستل ډیر مشکل کار دی.

په انساني فطرت کې یې دوې ۲ مادی ایښودل سوی دي: ۱- یو خواهش نفساني ۲- محبت، دوستی.

ددې شیانو څخه په دواړو مادو کې حرکت او پورته کیدل دي او بیا عقل هم په دې موقع باندې ناقص سي، ددې لپاره ډیر ژر په غلطو ځایونو کې د عشق او محبت تعلق وسی او په بد کارۍ کې مبتلا سي.

ګرانو والدینو ددې پر ځای چی خدای مه کړه زامن مو بې لارې او بد اخلاقۍ ته مخه نه کړي باید ددې لپاره د۱۵ کلونو څخه بیا تر ۲۲ کلونو عمر پورې د خپلو زامنو خاص اهتمام کول پکار دي «نو باید چې دې ځوانانو هلکانو ته» انتهايي پاکیزه کتابونه او ښکلي «بهترین» مضامینن مطالعه کول پکار دي او د نیکانو صالحانو په مجلسو کې دې گډون وکړې او یا دې د ځان داسې ملګري انتخاب کړي، چی د دیني مدرسو زده کوونکې وې او یاهم ناسته پاسته د نیکو ملګرو سره وکړې، نو اینده ژوند به یی په عافیت او خوشحالی سره تیر سي.

او که په دې «نازک» وخت کې ورته غلط او ناکاره مجلسونه برابر سي، نو لرې نه ده چی دغه ځوان به د مرګ او ژوند په کشمکش مبتلا سي او ژوند به یې له زیاتو کړاوونو سره مخ سي او هم به یې ژوند تنګ سي.

ګرانو دوستانو کله چی مو زامن ځوانان سوه باید ژر تر ژره واده ورته وکړۍ، ځکه واده د ژوند د ټولو بدمرغیو د له منځه وړولو ښه لاره طریقه ده او هغه کسان چی مالي امکانات نه لرې ښه طریقه یی روژه نیول دې.

 یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د واده سخته تقاضا یی درلوده، خو مالي امکانات نه لري نو څه وکړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، چې د روژو نیول دې شروع کړي یعنې روژې دې ډیرې ونیسی نو ان شاء الله د شهوت زور به یې کم سي او د غلطو کارو څخه به محفوظ وساتل سي ځگه چې روژې نیول د انسان شهوت ختموي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close