خیاطه ورانه به شي ستا لیونۍ مینه

نعمان لطیف

کله چې په کوم هېواد کې د اقتدار او هوس د بندګانو په کوښښونو مستقل نظام ونړیږي او په نتیجه کې دشهرت فقر وهلي دواک تر ګدیو ورسیږي، په هغه نظام کې هر ګفتار فقط لفاظي او کردار پروژه وي.

امریکایانو زموږ په هېواد کې یو مستقل نظام ونړاؤه او په غرب کې یې روزلي له خپل در او دیاره ناخبره څېرې د واک د انتقال لپاره له ځانه سره راوستلې.

امریکایانو له ځانه سره راوستي روزل شوي افراد دلته دمختلفو افکارو له افرادو سره لکه اچار، یا سلاته د B52 په زور یوځای کړه او د نظام پر نوم یې د واک واګې لاسونو کې ورکړې.

دډالرو برېمانه ؤه، غربي سفارتونو هم دبوجیو خولې خلاصې کړې وې.چاته به واک او ځواک رسېدو، چاته به پرېمانه دډالرو انبارونه.

اوس چې هغه خوندونه نشته دی او مذاکراتو کې هم خوارکیان بای پاس شوي دي،په زړونو یې ساړه ننوتي دي، یو ـ یو له امریکایي لمڅي پورته کیږي او د B52 په زور د قایم شوي نظام له حیثیت او پروژو پردې پورته کوي.

کله چې مشر ملاصیب وفات شو او د منصور رحمه الله سره تر بیعت وروسته داعشیانو جګړه پیل کړه او دملا محمد رسول او ملا منان ډلګیو بېلتون اعلان کړ؛ یوه خیاط راته د پیغور په توګه وویل: طالب جانه ورانه به شي ستا لیونۍ مینه وه نارې …..

اوس غونډاری د ارګ پر سر غورځېدلی دی او دخیاط جان په یارۍ اور پورې شوی دی او تر ډېره اوس له خپلې لمنې اور اخلي.

تېره ورځ ډاکټر عمر زاخېلوال په خپله مخپاڼه ولیکل《چې سوله پروژه شي، تشه پروسه شي، بودیجه شي، چوکۍ شي، اداري تشکیلات شي، امتیاز شي، شعار شي، لن‌ډ مهاله سیاسي انګیرنه شي، نمایشي کنفرانسونه او سمینارونه شي، او د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتيژۍ، لیکلې موخې او غونډې له بسپنه ورکوونکو د مرستې جذبولو او یا له ولسه د رایو راټولولو وسیله شي نو بیا سوله نشي. که کیدای شوای نو اوس به سوله څو کلنه وای!》.

ډاکټر زاخېلوال که څه هم دسولې برخه کې له درغلیو یادؤنه کوي او ملت ته یاداښت ورکوي چې حکومت سوله نه غواړي، بلکې له سولې د لنګې غوا استفاده کوه، نو له بله پلوه تر ده وړاندې ګوښه شوی او ډاکټر غني ته نېږدې او معتبر چارواکی وایي چې په ډیورنډ لاین یې (چې افغانانو ته تر ټولو ستر ارزښت دی او ان دپښتون قام د وجود خبره ده) دپاکستاني چارواکو سره د ولسمشر پر وینا لاسلیکونه کړي دي.

دکابل اداره شړېدلې ده. که څه هم قانوني مشروعیت یې له پیله نه درلود، په اوس کې یې سیاسي حیثیت هم وبایله او تشه ډانچه پاته ده. دخیاطانو یارانه په ورانېدو ده او په مېنه یې خر په لټېدو دی خو شرم او عار دهغو وګړو لپاره چې له افغانیت او اسلامیت ناخبره افرادو ته یې کمپاینونه وکړه او دوطن اصیل بچیان یې ترور، تهدید او پردي وبلل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close