دآخرت تیاري به راته څنګه رڼا کیږي؟

لیکنه : عبدالله عزام

که غواړئ چې د آخرت تیارې درته رڼا شي نو لیکنه ولولئ او عمل پرې وکړئ!
موږ او تاسو ټول مسلمانان په دي اند یو چې بې غیر له پیغمبرانو هر انسان ګناهګار دی، او کوم ګناهونه چې له انسانه وشي نو هماغه ګناهونه د انسان لپاره د آخرت د تيارې سبب ګرځي‎،
موږ همیشه د دنیا له تیارو څخه پنا وړو رڼاګانو ته، او موږ او تاسو چې کله هم دعاء کوو او له الله ﷻ څخه تل په دعاؤ کې غواړو چې د آخرت تیارې راته رڼا کړي، نو په حقیقت کې د آخرت تیاری د دنیا له تیارونه سوچنده سختې دي.
اوس خبره دلته ده چې د آخرت تیارې به په رڼا سره څنګه بدلېږي.
تاسو ته یو څو اعمال در په ګوته کوم چې دهغو اعمالو په کولو او عملي کولو سره هغه د آخرت تیارې به درته رڼا کېږي:
① د اودس اهتمام یعني همیشه اوداس ساتل:
عن أبي هريرة قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ( إن أمتي يأتون يوم القيامة غراً محجلين من أثر الوضوء، فمن استطاع منكم أن يطيل غرته فليفعل ) متفق عليه،
ژباړه: له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې ما له رسول اللهﷺ واوریدل چې هغه وویل: زما امت چې دی دا به د قیامت په ورځ راځي مخونه به یې تک سپین وي، د او داسه اندامونه به یې رڼا کوي.
دا د اوداسه اثر ده، «کوم سپینوالی په مخونوکې او رڼاوالی په اندامونو کې چې دی دا اثر داوداسه ده» څوک چې غواړي له تاسو څخه چې دغه رڼايي نوره هم زیاته شي نو دا کار دې وکوي ”
②هغه څوک چې یو تار ږيره یې اسلام کې سپينه کړې وي:
حدیث مبارک ده: عن كَعْبُ بْنَ مُرَّةَ رضي الله عنه قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : ( مَنْ شَابَ شَيْبَةً فِي الْإِسْلَامِ كَانَتْ لَهُ نُورًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ) صحيح الترمذي:
ژباړه: له کعب بن مرة رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې: ما له رسول الله ﷺنه واوریدل هغه فرمایل څوک چې په اسلام کې یو تار ږيره سپينه کړي، دا به د ده لپاره د قيامت په ورځ نور وي.
③هغه انسان چې د الله ﷻ د رضا په خاطر یو مسلمان له بل مسلمان سره مینه او محبت کوی:
عن معاذ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال سمعت رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم يقول:قال اللَّه عَزَّ وَجَلَّ: المتحابون في جلالي لهم منابر من نور يغبطهم النبيون والشهداء ( رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ )
ژباړه: له معاذ رضي الله عنه څخه روایت ده، وایې چې ما له رسول الله ﷺ واوریدل چې هغه وفرمایل: اللهﷻ فرمایلي دي، زما د رضا لپاره محبت کوونکو لپاره به د نور ممبرونه وي، انبیاء او شهداء به غبطه کوي: (چې کاش دا ممبر او دا مقام زموږ لپاره هم وی.
④هغه څوک چې عدل او انصاف کوي :
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن المقسطين عند الله على منابر من نور الذين يعدلون في حُكمهم وأهليهم وما ولُوا» رواه مسلم.
ژباړه: له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دوی، وایې چې رسول اللهﷺ فرمایلي دی: عادلان
به د نور په ممبرونو وي، دا هغه کسان دي چې د دولت او حکومت په ستیج او رتبه باندې وي، پکې عدل کوي او په خپلو بچیانو کې هم عدل کوي او په هغه چا باندې عدل کوي چې د دوی له لاسه لاندې وي.
د شیخ القرآن والحدیث مولوي سید احمد “المیداني” حفظه الله له خطباتو څخه.
یا دونه: نور اعمال هم شته چې دآخرت تیاري رڼا کوي، هغه به په بله لیکنه کې درسره شریک کړو ان شاء الله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close