داد او ډاډ


لیکوال : ذبیح الله (انوري)
وایی ساینس پوه «توماس ایدیسون» په وړوکوالي کې له ښوونځي نه وويستل شو او ورته یې یو خط ورکړ چې کور ته راغی هغه خط یې مور ته ورکړ مور یې چې خط ولوست، نو له سترګو یې اوښکې راغلې بچي یې وپوښتل چې په خط کې یې څه لیکلي مور یې جواب ورکړ، چې لیکلي یې دي چې ستا بچی دومره لایق دی چې دده د سويې استاد نه لرو،  ده ته باید خپله مور زده کړه  ورکړي مور یې خپل زوی څخه هېڅ قسمه خواري ونسپموله  توماس ایدیسوند وخت په تېرېدو سره  یو لوی مخترع جوړ شو د برق ایجادونکی هم دي دی او  څه باندې سل اختراعګانې یې وکړی .
کلونه وروسته هغه خط په لاس ورغی او په خط کې لیکلي وو چې ستا زوی د نه پوهېدوله کبله  د ښوونځی لایق نه دی، خو مور یې دا نه وو ورته وویلي بلکه د داد او ډاډ  د ورکولو لپاره هغې خپل ځوی ته هغه خط سرچپه ژباړلی وو که هغې داسی نه واي کړي شاید  توماس ایدیسون دومره اختراعګانې نه وای کړای او نه یې دومره نوم حاصل کړی وای.  
په تاریخ کی داسې نور په زرګونو مثالونه موندلای شو چې د داد او ډاډ له امله  لوی لوی خلک ورنه جوړ شوي لویې لویې کارنامې یې ترسره کړي دي.
  که خپلی افغانۍ ټولنې ته یو سرسري نظر وکړو د هغوي چلند او رویه له  ماشومانو سره وګورو د وهلو ټکلو او رټلو نه بغیر به هېڅ پیدانکړو  دا رویه د پلار نه واخله تر مشره ورور او بیا د مشر ورور نه واخله تر تره پورې د تره نه واخله تر ښوونځي اوستاد پورې او د جومات قاری صیب خو ټولو ته معلوم دی چې ماشومانو سره کوم چلند کوی .
پرمختللي قومونه او ملتونه نن دې نتیجې ته رسېدلي چې ماشوم په  وهلو، ټکولو او رټلو سره جوړېږی نه بلکې خرابېږی.
 دوی سره باید په نرمه لهجه خبرې وکړای شي غلطي یې اصلاح کړای شي او ښه کار باندې داد ورکړای شي او نورو ښو کارو لپاره تشویق  او وهڅولای شی، خبرو ته یې پام وکړئ  په دقت یې ووارئ چې څه ویل غواړي ،  په غلطو او ناوړه القابو سره یې مه رابلئ دغو القابو باندی مشهورېږي او  دا په دوی کې د کمترۍ احساس پیداکوی،  که ازموینه کې ښې نومرې واخلي نو ويې ستایئ تر څو لا زیات زیار وباسي  او که کمې نومرې واخلي ويې هڅوئ ترڅو وکولای شي خپل کمزوریانې له مینځه یوسي  ستاسو لږه همکاري د ماشومانو لویه زندګي بدلولای شي. زمونږ او ستاسې وروڼه او زامن هر یو تهامس ایډیشن ده خو هغه سره زمونږه او ستاسو لږه غوندې مینه او لږې مرستې ته اړتیا لري.
د یوی احصایې له مخې افغانستان  د نړۍ د هېوادنو په قطار کې د ماشومانو د زده کړې د نشتوالي په برخه کې څلورم نمبر هېواد دی یعنې د  18 کالو نه کم څه باندې 14 میليونه نفوس جوړوي چی په دې کې 40 سلنه د زدکړې له لوی نعمت څخه محروم دي د یو داسې  هېواد راتلونکی به څنګه وسنجووي؟  بل طرف ته زمونږ ناسم چلند له دوی سره په داسې حالاتو کی د دوي راتلونکی له تیارو څخه ډک ښکاري .  
  او داد او ډاډ ورکول  نه یواځې تر ماشومانو محدودول دي، بلکی زمونږ لویان هم دې  ته ضرورت لري  تر څو خپل کارونه رغنده،  پوره شوق او ذوق سره سر ته ورسوي.  

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close