دارالامان ماڼۍ به د افغانستان په خپلو داخلي امکاناتو ورغول شي

کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله نن د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو په غونډه کې وویل، چې دغه ماڼۍ به د افغانستان په خپلو داخلي امکاناتو سره ورغول شي.

 
د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو په یوه خوله سره وویل، چې د دغې ماڼۍ له رغولو وروسته به دلته ستره محکمه ځای پر ځای شي.
 
د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو لپاره بانکي حساب د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرانیستل شو، چې په هېواد کې دننه او بهر مېشتو افغانانو ورسره مالي مرستې وکړې، چې د همدغو مالي مرستو په مټ د ماڼۍ لارې او چمنونه ورغول شول.
 
په غونډه کې ګډونوالو د ماڼۍ په بیا رغولو خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه، چې تمه لري، تر څو دغه تاریخي ماڼۍ یو ځل بیا خپل پخوانی عظمت خپل کړي.
 
د یادولو ده، دارالامان ماڼۍ په لومړي ځل د روسي ځواکونو له لورې بمبارد شوه، چې حفیظ الله امین یې پکې وواژه، او بیا وروسته په کورنۍ جګړه کې د راکټونو ښکار شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close