داسرائیلو په مرموز برید کې د حماس لوړپوړی مشر ټپي شوی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د لبنان په جنوب کې د صیدا په ښارګوټي کې د حماس پر یوه لوړپوړي مشر ابوحمزه احمد حمدان په کور بمي برید شوی دی .
د رسنیو د راپورونو په استناد، په دې مرموز برید کې د حماس دا لوړپوړی مشر ټپي شوی دی.

احمد حمدان

د المیادین خبري شبکې دراپور ترمخه، چاودنه د یوې لوړپوړیزې ودانۍ په وروستي پوړ کې رامنځته شوې.
راپور زیاتوي تر چاودنې وروسته په آسمان کې د اسرایلو الوتکې ګرځیدې چې اټکل کیږي دا یو هوایي برید و.

الجزیره شبکې بیا د حماس د مشر ټپي کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې نوموړی سطحي ټپي ده.
رویټرز اژانس ویلي چې چاودنه کې یو تنه ټپي شوی دی.

اناضول خبري اژانس بیا ویلي چې لوړپوړی فلسطیني چارواکی حمدان سطحي ټپي شوی دی او روغتیایي حالت یې مخ په ښه کیدو ده .
بل پلو لبناني چارواکو د برید په ځای کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي او دبرید دڅرنګوالي پلټنه کوي.

حماس ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مشر یې سطحي ټپي دی خو په وینا یې چې چاودنه کې د اسرایلو لاس و.
د یادونې وړ ده چې، شاوخوا ۸۰ زره فلسطینان د لبنان د صیدا په کمپ کې د کډوالۍ شپې ورځې تیروی

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close