داسلامي نړۍ ځلانده ستوري/ اوومه کړۍ

 هغه يوازې غريب الحديث نومي کتاب په (۹۰۰۰۰) نوي زره مخونو کې وليکه

او د قرآن کريم (۱۲۰) تفسيرونه  او درې لکه بيته شعرونه يې په يادو ياد وو،

ليکنه : مفتي محمدالياس  «  فاتح  »

امام ابوبکر ابن الأنباري «  رحمه الله  »

زوکړه يې :

د محدثينو سرخېل ، د قرآني علومو لوی مفسر، مشهور ادیب او  لغت پېژاندی ، نوم يې محمد ، کنيت يې ابوبکر او لقب يې ابن الأنباري  و .  د قاسم زوی ، د محمد لمسی ، دبشار کړوسی ، دحسن کودی ، دبيان پرکټی او  د سماعه پردی  و ، چې د  ۲۷۱ سپوږمیز کال د رجب په ۱۱، يا ۱۴مه نېټه د عراق  د انبار ايالت ( او يا په بغداد ښار کې )  په يوه درنه علمي کورنۍ کې نړۍ ته راغی.

زده کړې يې  :

 ابن الأنباري ډېر کوچنی و ، چې له خپل  پلار سره بغداد ته لاړ  او  لومړنۍ زده کړې  يې له خپل عالم او مصنف  پلار  ابو محمد قاسم بن محمد انباری (دکوفې دسترو او اکابرو علماوو له ډلې و ) څخه شروع کړې ، ورپسې يې  نور علومو او د حديثو زده کړې له بېلابېلو مسلکي استاذانو او نامتو فقهاو او محدثينو څخه ترلاسه کړې.

استاذان يې:

علامه ابن الأنباري له زياتو نحويانو ، لغت پوهانو، قاريانو ، محدثينو او مفسرينو څخه زده کړې او روايتونه وکړل ،چې دهغوی له جملې څخه ځينې په لاندې ډول دي:

  • أبوه القاسم بن محمد الأنباري
  • أبو العباس بن أحمد بن يحيى ثعلب
  • إسماعيل بن اسحاق القاضي
  • أحمد بن الهيثم البزاز
  • أحمد بن سهل الأشناني
  • ادريس بن عبد الكريم
  • الحكيم الترمذي
  • محمد بن يونس الكديمي
  • محمد بن هارون التمار
  • محمد بن أحمد بن النضر
  • الحسن بن الحباب
  • سليمان بن يحيى الضبي
  • محمد بن يحيى المروزي
  • أحمد بن سعيد الدمشقي
  • إبراهيم بن موسى
  • عبد الله بن بيان
  • أحمد بن حسان
  • عبد الله بن محمد بن ناجية
  • بشر بن موسى
  • أبو الحسن بن براء
  • عبد الله بن خلف الدلال
  • علي بن محمد بن أبي الشوارب
  • أبو شعيب عبد الله بن الحسن الحراني
  • أبو جعفر محمد بن عثمان
  • محمد بن المرزبان
  • أحمد بن منصور
  • أحمد بن عبد الله
  • خلف بن عمرو العكبري
  • موسى بن علي الخنتلي
  • أبو جعفر أحمد بن الحسين
  • محمد بن عيسى الهاشمي
  • محمد بن عبد الله
  • أبو الحسن الأسدي
  • أبو الحسن أحمد بن محمد بن عبد الله
  • الحسن بن عليل العنزي
  • أبوعبدالله المقدمي القاضي
  • أبو العباس بن مروان الخطيب
  • عبد الله بن عمر بن لقيط
  • أبو بكر ابن دريد

تدريس يې :

تر فراغت وروسته يې د تدريس او تصنيف ډګرته را مخه کړه ، چې خورا حېرانوونکې کارنامې يې ترسره کړې.  هغه به طالبانو ته د کتاب له مخ درس نه ورکاوه ، بلکې ټول کتابونه به يې له ياده درسول ، د ښوونې او تدريس اسلوب يې ډېر زړه وړونکی و، د تدريس پرمهال به د شاګردانو پروړاندې ډېر لوراند، مهربانه او خاکساره و  او د خپلو نه ستړېدونکو هڅو له برکته يې اسلامي ټولنې ته  له استعداده ډک پياوړي عالمان وړاندې کړل .

شاګردان يې:

دعلامه انباري له مشهورو شاګردانو څخه ځينې دا دي:

  • أبو علي القالي
  • أبو أحمد العسكري
  • الزجّاجي
  • ابن خالويه
  • أبو جعفر النحاس
  • أبو الفرج الأصفهاني
  • المرزباني
  • محمد بن العباس الخزّاز
  • أبو الحسين البوّاب
  • الدارقطني
  • ابن المأمون

تقوی او حافظه يې :

ابن الانباري له يوه پلوه د پريمانه اخلاقو ، تقوا او پرهېزګارۍ په ګاڼه پسولل شوی او سپېڅلی انسان و، د ده په اړه علماء ليکي ، چې هېڅ جرم او ګناه يې نه وه څرګنده شوې.

له بله پلوه د ځواکمنې او حيرانونکې  حافظې څښتن و ،چې سوانح ليکونکي يې د ذهانت او حافظې بې بريده ستاينې کوي.

محمدبن جعفر تميمي وايي:

له هغه څخه د ذهني علمي کچې په اړه پوښتنه وشوه ، هغه ورته داسې وويل:  ماته يو دقرآن کريم (۱۲۰) تفسيرونه سره له سنده ياد دي او دا مې هم د ده په هکله اوريدلي دي ، چې ویل يې : د کتابونو ۱۳ ډک صندقونه مې په يادو ياد دي.

ابوعلي قالی رانقل کوي:

 زموږ شيخ ابوبکر درې لکه بيته شعرونه   ياد وو ، چې د مطلب او پېغام سرچينه يې له قرآن کريم څخه اخيستل شوې وه.

امام ذهبي يې د شعرونو د اندازې لګولو په اړه داسې وايي: له ياد شمېر اشعارو څخه پوره څلويښت غټ غټ جلدونه جوړېږي.

ابن ناصر الدين وايي:

ابوبکر د هرفن ځانته سترامام و، هغه چې څومره تصنيفات کښلي ،  دايې له کتابونو څخه نقل نه دی کړی؛  بلکې يوازې يې د خپل حفظ  او ياد څخه  ليکلي دي.
تصنيفات يې :

علامه ابن ابناري پر تدریس او د شاګرانو پر روزنې سربېره  ( له ۷۰ کتابو زيات ) په سلګونه جلده کتابونه هم وليکل او امت ته يې لويه علمي زېرمه  په ميراث پرېښوده.

هغه غريب الحديث نومي کتاب په (۹۰۰۰۰) نوي زره مخونو کې وليکه ، شرح الکافي يې په ۲۰۰۰دوه زره ، الهاءآت يې ۲۰۰۰دوه زره  او  الجاهليات يې په ۱۶۰۰شپاړسوه مخونو کې وليکه.

دنوموړي ځينې کتابونه په لاندې ډول دي:

  • عجائب علوم القرآن 
  • خلق الأنسان
  • كتاب الأضداد
  • شرح القصائد السبع الطوال الجاهليات
  • إيضاح الوقف والابتداء في كتاب الله عزّ وجلّ
  • شرح الألفات المبتدئات في الأسماء والأفعال
  • شرح ديوان عامر بن الطفيل
  • مسألة في التعجب
  • الهاءات في كتاب الله
  • المذكر والمؤنث
  • الأمثال
  • رسالة المشکل
  • الزاهر
  • الأمات
  • الکفافي
  • شرح مفضليات
  • خلق الفرس
  • شرح غاية المقصود في المقصور والممدود لابن دريد
  • شرح خطبة عائشة أم المؤمنين في أبيها
  • الرد علی من خالف مصحف عثمان 

د ژوند وروستۍ شېبې يې :

د عمر په وروستيو وختونو کې چې په سختې ناروغۍ اخته و، دهغه دکمزورتيا په اړه ورڅخه پوښتنه وشوه ، ده يې په ځواب کې  وويل:

په هره اونۍ (هفته ) کې لس زره پاڼې کتابونه وايم.

دقرائت ، فقه او تفسير دعلومو سترامام شاعر اوليکوال علامه ابن انباري د ۳۲۸ سپوږمیز کال  د لوی اختر په مبارکه ورځ د ۵۷ کلونو په عمر په بغداد کې له دې نړۍ وکوچيد او په خپل کور کې خاورته وسپارل شو.

لوراند خدای دې پرې خپل کرم ولوروي، آمين.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچېنې  :

  • تذكرة الحفاظ ــ  الذهبي
  • إنباه الرواة على أنباه النحاة ــ القفطي
  • وفيات الأعيان ــ ابن خلكان
  • تاريخ بغداد ــ خطیب‌ بغدادي
  • طبقات‌ الحنابله ــ ابن‌ ابی‌ یعلی‌
  • الانساب‌ ــ عبدالکریم‌ سمعاني
  • المنتظم‌ ــ ابن‌ جوزي
  • النشر الفنّی‌ فی‌ القرن‌ الرابع‌ ــ ‌ محمد مبارک‌
  • او بېلابېلې عربي وېب پاڼې .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close