داسلامي نړۍ ځلانده ستوري

(برخه: دريمه)

« علامه هشام ابن کلبي رحمه الله »

هغه يوازې په (۳) ورځو کې ټول قران کريم په يادو ، ياد  کړ

دکوفې دسپېڅلې خاورې سترفقيه او مؤرخ، چې خپل نوم يې هشام ،کنيت يې ابومنذراو لقب يې ابن الکلبي دی ، دلوی مفسير “محمدابوالنضر” زوی ، دسائب لمسی او دبشر کړوسی دی، چې دلومړۍ هجري پېړۍ په لومړۍ لسيزه(تقريبا ۱۱۰) کې يې دعراق د کوفې په تاريخي ښارکې سترګې پرانيستې.

علامه ابن الکلبي خپلې ديني او عصري زده کړې دخپل پلار په شمول او لارښونې دوخت له سترو محدثينو ،اکابرو او محقيقينو عالمانو څخه ترلاسه کړې ،لکه: مجاهدبن سعيد، محمد بن حبيب اونور… خو دشجرو ،تاريخ،اخبار او په ځانګړي ډول دعربو دپېښو او واقعتونو علوم يې له خپل پلار څخه په ميراث یو وړل ..

نوموړي دعلومو ترفراغت وروسته په تدريس او تاليف لاس پورې کړ، دامهال چې  کوفه او بصره دعلم او تعليم ستر مرکزونه وو او له هرلورې به ورته دطالبانو کاروانونه راتلل ، نو دعلم په ډګرونوکې ترټولو زيات علامه هشام په لنډ وخت کې دعراق او اړونده سېمو کې ديولوی ثقه عالم په حيث وپېژندل شو. دعلامه هشام همعصره علمي شخصيتونه په کوفه کې: قاضي قاسم بن معن ، کسائي،فراء ،هشام بن معاويه،الضرير اونور وو. رحمهم الله .

هشام ته الله تعالی عجيبه حافظه ورکړې وه ،هغه يوازې په (۳) ورځو کې ټول قران کريم ياد کړی و،سوانح ليکونکي يې لامل داسې بيانوي:  ابومنذر يوه ورځ کوټې ته ننوت او قسم يې وکړ، چې ترهغې به له کوټې، نه راوځي څو چې قران کريم يې په يادو ياد کړي نه وي ،درې ورځې پوره شوې قران کريم يې حفظ کړ او راووت .

علامه هشام ،دبې سارې حافظې ترڅنګ دتاريخ ،جغرافيې،انساب او شجرو،او په ځانګړي ډول دعربو داخبارو او تاريخي پيښو سترعالم پېژندل شوی.

دنوموړي په يادو علومو ټول محدثين ،مؤرخين او علماء قايل دي،دبېلګې په توګه : امام بخاري،امام ابن حنبل،امام الحموي،امام ابن قتيبه،امام البلاذري او لويو محدثينو ورڅخه روايتونه کړي.

دغه راز په دې لړ کې ديو ( ثقه ) علمي شخصيت په توګه ورڅخه دامت سترو علماوو ، روايتونه او اخيستنې کړي دي ، لکه : محمدابن سعد،بلاذري،محمدبن جريرالطبري او مسعودي،ابن الجوزي ،عمر بن شبة ، ابن كثير,ابن عبد ربه, التنوخي,ابن حجر العسقلاني, السمعاني,ابن منظور،ابن عبد البر,الذهبي ,ابن الأثير،خليفة بن خياط… خو په اخروي علومو کې يې له نوموړي څخه ډډه کړې ، ځکه چې پرهغه د شيعه توب رنګ پرې غالب شوی و.

نوموړي ډېر په زړه پورې کتابونه وليکل ،چې ګڼه يې (۱۵۰) څخه اوښتې او ځينې يې په لاندې ډول دي:

تصانيف:

  • الإصابة في معرفة الصحابة
  • كتاب حلف عبد المطلب وخزاعة.
  • كتاب حلف الفضول وقصة الغزال.
  • كتاب حلف كلب وتميم.
  • كتاب حلف أسلم وقريش.
  • كتاب المعران.
  • كتاب المنافرات.
  • كتاب بيوتات قريش.
  • كتاب فضائل قيس.
  • كتاب عيلان.
  • كتاب الموؤدات.
  • كتاب بيوتات ربيعة.
  • كتاب الكنى.
  • كتاب أخبار,العباس بن عبد المطلب.
  • كتاب خطبة علي كرم الله وجهه.
  • كتاب شرفقصي بن كلاب وولده في الجاهلية والإسلام.
  • كتاب ألقاب قريش.
  • كتاب ألقاب بني طانجة.
  • كتاب ألقاب قيس عيلان.
  • كتاب ألقاب ربيعة.
  • كتاب ألقاب اليمن.
  • كتاب مثالب العرب.
  • كتاب النوافل
  • كتاب تسمية من نقل من عاد وثمود والعماليق وجرهم وبني إسرائيل من العرب.
  • كتاب أخبار زياد بن أبيه.
  • كتاب ملوك الطوائف.
  • كتاب ملوك كندة.
  • كتاب بيوتات اليمن من التبابعة.
  • كتاب طسم وجديس.
  • كتاب التاريخ.
  • كتاب تاريخ أجناد الخلفاء.
  • كتاب صفات الخلفاء.
  • كتاب المصلين.
  • كتاب البلدان الكبير.
  • كتاب البلدان الصغير.
  • كتاب تسمية من بالحجاز من أحياء العرب.
  • كتاب قسمة الأرضين.
  • كتاب الأنهار.
  • كتاب الحيرة.
  • كتاب منار اليمن.
  • كتاب العجائب الأربع.
  • كتاب البيع والديارات ونسب العباديين.
  • كتاب أسواق العرب.
  • كتاب الأقاليم.
  • جمهرة الأنساب.
  • الأصنام.
  • نسب الخيل.
  • افتراق العرب.
  • كتاب النسب الكبير.
  • كتاب نسب اليمن.
  • كتاب أمهات الخلفاء.
  • كتاب أمهات النبي .
  • كتاب العواقل.
  • كتاب تسمية ولد عبد المطلب.
  • كتاب كنى أباء الرسول صلى الله عليه وسلم.
  • كتاب جمهرة الجمهرة (رواية ابن سعد).
  • كتاب الملوكي في الأنساب،
  • كتاب الموجز في النسب.

علامه هشام ,له دې وروسته په (۲۰۴- يا ، ۲۰۶) هـ،ق کال دکوفې په سېمه کې له نړۍ  سترګې پټې کړې .

اروايې ښاده او قبر يې له رڼا ډک لرې. آمين .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينې :

وفيات الأعيان

سيراعلام انبلاء

مروج الذهب
تاريخ بغداد

تذکرة الحفاظ

تحفة الاحباب
تاريخ ابن‏خلکان
المعارف

ميزان الاعتدال

لسان الميزان

کشف الظنون

علم الانساب
در معجم المؤلفين

الاستيعاب

الكامل في التاريخ

ابن قتيبة

التاريخ الكبير

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close