داسلامي نړۍ ځلانده ستوري

(لومړۍ برخه)

امام ابن حزم اندلسي رحمه الله

مفتي محمدالياس “فاتح”

 

هغه داندلس دخاورې ستره علمي خزانه وه ، چې امت ته يې په ميراث کې

له ځانه وروسته  يو لک او څلوېښت زره مخه کتابونه پرېښودل

داسلامي نړۍ سترعالم، دمحدثينو او فقهاوو دډلې نامتو امام حضرت علي  د احمد زوی دسعيد لمسی، دحزم کړوسی و. کنيت يې ابومحمداو لقب يې ابن حزم ؤ، مور يې داصفهان او پلار يې دعراق و چې د (۳۸۴) ليږديز کال ، دروژې مبارکې مياشتې دچهارشنبې دورځې دلمرختونه لږ مخکې داندلس دقرطبه په سېمه کې نړۍ ته راغی.

نوموړي عصري اوديني زده کړې دخپل وخت له مشهورو فقهاوو څخه بشپړه کړې وې.

ابن حزم دخپل پلار دندې (دهېواد وزارت او رياست اونورې چارې) پرېښودې او دمقدس دين خدمت؛ تدريس او تصنیف ته يې مخه کړه چې په ډېرکم وخت کې نړۍ ته سترفقيه، مجتهد په نامه وپېژندل شو.

هغه دزياتو کمالاتو ، دعلم او پوهې لوړې کچې او پرلويو شخصيتونو د نيوکو له امله دزياتو خلکو دکينې او بغض سره مخ شو . د ده سره کينه ، رخه کوونکي يوازې پوهان نه ، بلکې پاچاهان او وزيران هم و، چې دمادياتو او لوړو رتبو څه دګوښه کېدو وېره يې ترې احساسوله ؛ نو ځکه يې ټول اولسونه دده له ملاقات څخه منع کړي وو.

 دوخت په تېرېدوسره  دا ستونزمن حالات چې دنوموړي له زغمه ووتل نو خپل کډه يې ونغاړله او (بادية ليله ) ښار ته يې مخه کړه .

دغه لوی عالم او اديب په خپل ژوندکې خورا زيات شاګردان وروزل او امت ته يې ډېرګټور او نوښتګر کتابونه په ميراث پريښودل چې تعداد يې له (۴۰۰) اوښتی چې په عامه توګه (۱۴۰۰۰۰) يولک اوڅلوېښت زره مخه ترې جوړېږي.

دځينو کتابونو نومونه يې په لاندې ډول دي:

تصانيف:

(الفصل في الملل والاهواء والنحل)،

(المحلی)،

(جمهرة الأنساب )،

(اناسخ والمنسوخ)،

(حجة الوداع ) ،

(ديوان شعر )،

(جوامع السيرة)،

(أمهات الخلفاء)،

 (التقريب لحدالمنطق والمدخل اليه )،

( مراتب العلوم )،

(الاعراب)،

(فضائل اندلس)،

(الاحکام لاصول الاحکام)،

(الفاضله بين الصحابة)،

(الفصل)،

(مراوة النفوس)،

(طوق الحمامة )،

(رسائل ابن حزم ).

امام ابن حزم علمي ډګرونوته ترستروخدمتونو وروسته داندلس په (بادية ليلة) ښارکې له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه .

انالله وانا اليه راجعون .

ستر څښتن دې پرې خپل ابدي نعمتونه ولوروي.آمين

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close