داسلام لومړني مبادي او اصول

لیکوال : مجبور میدانوال

دالیک داسلامي حکومت هغه لومړنۍ مبادي او اصول په ګوته کوي کوم چې دانسانیت ،ټولنیز عدالت ،دیني تسامح(وسعت نظر)اودټولنیز ګټو په خاطر همکاري کول راښي هر زده کونکي ته پکارده نوموړي ليک پ دقت سره ولولي ،ځان ورباندې پوه کړي او لومړني اصول يې یاد کړي ، مونږ دلته دنوموړي تاریخي وثیقې ځني عام اصول په لاندې ډول بیانوو،
١- له توپیر او تفریق پرته داسلامي امت یوالي٠
٢- دامت دټولو افرادو ترمنځ په حقوقو او کرامت کې براري٠
٣- له ظلم ، ګناه،اوتیري نه لیرې دامت یو موټي کیدل٠
٤- له دښمنانو سره داړیکو په ټنګښت کې دامت اشتراک،نه داسې چې له یو مؤمن سره سوله وکړي او له بل سره نه٠
٥- دقوي ، سمو او لوړو نظامونو (اداري تشکیلاتو)درلودونکي ټولنې جوړول،
٦- داسلامي دولت او نظام له مخالفینوسره مقابله کول،اوله هغوي سره دهیڅ مرستې نه درلودل٠
٧- دهغو خلکو حمایت او ملاتړ کوم چې غواړي له مسلمانانو سره دارامۍ اوهمکارۍ په فضا کې ژوند وکړي ،او پر هغوي باندې له ظلم اوتیري نه ځان ساتل ٠
٨- نامسلمانو خلکو ته ددین او مال آزادي ورکول، هغوي په ایمان راوړلو (اسلام منلو)نه مجبورول اومالونه یې نه اخیستل ٠
٩- په دولتي مصارفو کې دمسلمانانو په شان دغیر مسلمانو افرادو برخه اخیستل٠
١٠- دهر تیري په وړاندې له دولت نه دحمایې اااو ملاتړ په منظور له مؤمنانو سره دکفارو ګډون٠
١١- همداراز په جنګي لګښتونو کې دنامسلمانو افرادو ونډه اخیستل٠
١٢- ترظلم او تیري لاندې غړیو نه (مسلمان وي که نامسلمان )ددولت پوره ملاتړ٠
١٣- داسلامي دولت له دښمنانو او دهغوي له ملګرو سره دمسلمانانو او نا مسلمانو افرادو همکاري نه درلودل٠
١٤_ که چیرې سوله ددولت په ګټه وي نو د دولت دټولو اتباعو له خوا دسولې قبلول٠
١٥- دبل په ګناه دچا نه نیول ، جنایت کار یوازې پخپل ځان او اولاد ظلم کي ٠
١٦ – په دولت کې دننه او دباندې دتلو راتلو آزادي ، او د دولت له خوا یې حمایت ٠
١٧- دظالم اوګنهګار له حمایت او ملاتړ نه ډده کول،
١٨- یوازې په نیکي او تقوا کې دټولنیزې همکاري درلودل نه په ګناه اوتیري کې ٠

نوټ
پورته ذکر شوي اصول ددوو قوتونو له خوا حمایت کیږي، معنوي قوت ، چې الله (جل جلاله ) باندې دملت له ایمان او دالله (جل جلاله ) له خوا له متقي او مؤمن بنده سره له رعایت اوهمکاري نه عبارت دي ،دوهم مادي قوت ، یا د دولت ریاست چې محمد صل الله علیه وسلم یې دمشرتابه واګې په لاس کې لري٠

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close