داسې وسیله چې په مریخ کې د ژوند نښې موندلی شي

کابل ټکی کام ۱۹لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د امریکا د فضایي تحقیقاتي اداره (ناسا) او امریکايي پوځي انجینران په دې توانېدلي دي، چې یوه داسې وسیله جوړه کړي، تر څو په مریخ کې د ژوند کولو نښې پیدا کړي.

ساینسپوهان وايي:

«دغه وسیله به په یوه ستور بېړۍ کې نصب شي او بیا به مریخ ته ولېږدول شي.»

دا وسیله له هغه سینسر څخه په الهام جوړه شوې ده، چې امریکايي پوځ یې په هوا کې د مضرو کیمیاوي موادو، زهرجنو او مسموموونکو څيزونو د پېژندنې لپاره کاروي.

تر اوسه پورې د دغې وسیلې لومړی ماډل جوړی شوی دی.

دغه راپور یونایټيډ پریس خبري اژانس ورکړی دی.

«د ساینسپوهانو دغه تخنیک د رادار په څېر دی، خو د راډیويي څپو پر ځای د نور څخه په استفادې په هوا کې د موجودو ذراتو تشخیص او تجزیه کوي.»

 د ساینسپوهانو له قوله چې دغه وسیله به په مریخ کې دوړې او لړه سکن کړي، بیا به دغه ذرې تجزیه کړي، تر څو وښيي، چې د عضوي موادو نښې نښانې پکې شته دي او کنه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close