داشرف غني په وینولړلې سوله

سرليکنه–

اشرف غني درې اونۍ د مخه د کابل پروسې په دوېم پړاوغونډه کې طالبانو ته وړاندیز وکړ چې سوله وکړي اوله دې فرصته ګټه پورته کړي.

اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل زه خپلې ویناته ژمن یم اوس د طالبانو پورې اړه لري چې د سولې وړاندیز ته څه وخت اوپه څه ډول ځواب وايي.

طالبانو به د مخه د اشرف غني د هر اختر په اعلاميو کې د ډرامايي سولې غوښتنه ردوله اما داځل يې په ځواب کې اوږده ساواخسته.

افغان حکومت او امریکاته د طالبانو خاموشۍ تمه ورکړه چې ګوندې په هو به يې ځواب ووايي، خو د طالبانو خاموشۍ د سولې پرخلاف د امریکا او اشرف غني اصلي څیره بربنډه کړه چې امریکا د سولې په غوښتنه افغانستان ته نور یوه لوا عسکر راولیږل او د اشرف غني هوايي قواو د کندز په ارچي ولسوالۍ کې د مدرسي د ګلونو په څیر تنکي ماشومان د پګړيو تړلو په مراسموکې په سرو وینو ولمبول.

په دې پوهیدل مشکل دي چې طالبانو د اشرف غني لخوا د سولې وړاندیز ته په خاموشۍ د هغه او امریکا ازمیښت کاوه اوکه نورڅه وو چې ځواب يې نه ورکاوه ؟.

طالبانوته خپلې چوپتیا په لاس ورکړه چې امریکا او اشرف غني هیڅ وخت په افغانستان کې سوله نه غواړي که يې غوښتله امریکا به افغانستان ته نور جګړه مار عسکر نه رالیږل او د اشرف غني هوايي ځواکونو به د ارچي ولسوالۍ تنکي ځوانان په وینو نه لمبول.

اوس نړیوالو ته د امریکا او اشرف غني اصلي څیرې بربنډې شوې چې د اشرف غني سوله په مدرسو کې د ګلونو ماشومانو طالبانود وینو په بهولو او د هغوی په مرګ سوله ده.

که افغان دفاع وزارت وايي چې د ارچي ولسوالۍ په مدرسه کې يې د پګړیو د تړلو پرمهال طالبان وژلي همدغه طالبان چې دفاع وزارت يې د وژلو ادعا کوي مدرسې ته د ورتلو او یا بیرته د راتلو پرمهال هم د اشرف غني د ولسوژني ځواک وژلای شول. په افغانستان کې د روسانو او له هغې را وروسته د امریکايي یرغل پرمهال او هم د بهرنیوپوځونو سره په جګړه کې ډیر افغانان ووژل شول، د هر افغان په وژنه زړونه زخمي کیږي خو داچې له یوې خوا طالبانو ته د سولې وړاندیز کوي او له بلې خوا د سولې کوترې (د مدرسې تنکي ماشومان) په بمباریو وژني دیته اولسمشر نه ولسقتل ویل کیږي.

اشرف غني چې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی دی دايې د چالپاره کړی؟ سوله دچالپاره غواړي؟ حکومت په کوم ولس کوي؟ د راتلونکي توقعات له چا کوي؟ او د امریکا سره یې امنیتي تړون دڅه لپاره لاس لیک کړیدی؟ چې خپله په دیني مدرسه کې د نورو ولسي وګړو په شمول د مدرسې ګلالي طالبان وژني بیا امنیتي تړون د څه لپاره دی ؟ .

د دې نه دا څرګنده شوه چې امریکا سره د اشرف غني امنیتي تړون د خپل ولس وژنه ده نو بیا افغان ولس د اشرف غني په وینو لړلې سوله نه غواړي .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close