داعشیان که د ډبوري چرسیان(په ښېرازه او نوراني ننګرهار د ډبوري ټپوسانو تور سيوری)

ډاکټر آصف

د قيامت د رانږدې کېدو يوه لويه علامه دا ده، چې ټولې معادلې به سرچپه شي، لمر به  له مغرب څخه راخېژي، کار به بې کارو او نا اهلو ته وسپارل شي، مور به خپل بادار زېږوي او تر ټولو لوېدلي او پښې لوڅي خلک به د بنګلو او ماڼيو خاوندان شي.

خو له دې  يادو انعکاساتو څخه معلومېږي، چې په آخره زمانه کې به ټول کارونه سرچپه روان وي، لکه همدا اوس چې د همداسې عمومي پړمخيتوب ډېرې علامې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې ترسترګو کېږي.

 د قيامت له دې علامو څخه يوه هم په ننګرهار کې روانه د داعش او خلافت موضوع ده. ننګرهار په درست افغانستان کې د علم او پوهې په زانګو مشهوره سيمه ده، چې په تاريخي لحاظ يې د علم، کمال او ادب وتلي ستوري په لمن کې ځلېدلي دي، خلک يې د افغانستان د هرې سيمې په نسبت باسواده او د علم او پوهې له نعمت څخه برخمن دي.

خو ددې ښېرازې او منورې سيمې په کوزه څنډه کې پرته  د اورکزو يا تيرا سيمه د پښتونخوا په سطحه تر ټولو جهل ځپلې، وحشيانه او د ظلم، ناپوهۍ، وحشت او جهالت په تيارو کې ډوبه سيمه ده. سره له دې چې د پښتنو قبايلي سيمې ټولې وروسته پاتې او د علم له رڼا څخه بې برخې دي، مګر د اورکزو سيمه، تيرا، ډبوری او نور ملحقات يې شايد هغه جهل ځپلې سيمې وي چې د لوی افغانستان په لراو بر کې يې بل ځای مثال ونه ليدل شي، مګر عجيبه داده چې نن سبا له همدې وحشيانه خطې څخه د ننګرهار منورې او په علم سمبالې سيمې ته د خلافت تر نامه لاندې هدايت (!) را روان دی، چې بېخي يو عجيب واقعيت ايسي.

راځئ دلته د اسلام او خلافت د اوسنيو داعشي دعوه دارانو په پلازمېنه  اورکزو باندې يو څه رڼا واچوو چې دا څرنګه سيمه ده؟ اوسېدونکي يې کوم ماډل انسانان دي؟ او له کومو عاداتو او اخلاقو څخه برخمن دي؟

دا خلک که څه هم اوس رسما قبايل نه بلل کېدل بلکې هنګو او ټل ته د نږدېکت له امله او د ځايي مدارسو او ملايانو د هڅو په نتيجه کې يو څه متمدن شوي و مګر بيا هم پخواني وحشيانه خويونه او عادات په کې پاته دي، په دې سيمه کې په سلو کې اويا خلک بدۍ لري، نارينه يې اکثره له وسلو سره ګرځي او د دې خلکو لپاره تر ټولو اسانه کار د انسان قتل دی، چې په ډېره کوچنۍ خبره يو بل سره وژني، يو د بل کورونه سوځوي او میړوښې ښځې تښتوي.

 په دې سيمه کې د قتلونو ډېرې پېښې شوي دي او د قومي جنګونو خورا بوږونونکي واقعات پکې منځته راغلي؛ خو يوه پېښه چې هيڅکله د هیریدو نه ده هغه وه چې د زرګري په کوچني بازار کې د اورکزو د دوه و قومونو ملکانو او مشرانو د جرګې په مهال يې په يوه بل د کلاشينکوفونو خولې ور واړولې.

 کيسه داسې وه چې د يوې قبيلې څو کسانو غلو له بلې قبيلې څخه موټر غلا کړی و، ددې مسئلې د هواري لپاره د دواړو قبيلو مشران او په خبره پوه خلک د زرګري په کوچني بازار کې سره راغونډ شوي وو او د دوی په اصطلاح جرګه يې جوړه کړې وه، څرنګه چې ټوپک د دوی همېشنی ملګری دی، د جرګې په مهال خبره تونده شوه ، لاسونه ټوپکو ته شول او ګوتې ماشو ته شوې، په دې مهال نو هغه څوک نر و چې ډېر کسان ووژني، په څو دقيقو کې د جرګې په ميدان د شپاړس تنو انسانانو مړه جسدونه وغورځېدل او تر شلو ډېر ټپيان شول، په وژل شويو کې يو ملک او څلور زلمي زامن يې هم و، ډېر ټپي کسان هغه ماشومان او تنکی ځوانان وو چې د خپلو مشرانو د خبرو اورېدلو ته راغونډ شوي وو او د جرګې شاوخوا ولاړ وو، خو یو تنکی ځوان چې له هنګو څخه يې په خپل ډاټسن موټر کې سبزي بار کړې وه او اورکزو ته يې وړله، نوموړي همدلته خپل موټر ودراوه، د موټر سر ته وخوت ترڅو يې رسۍ ټينګې کړې چې سبزي ونه لوېږي، خو دغه مهال د ډبوري خرو په يوه بل ډزې پيل کړې، دغه تنکی ناخبره اورکزی ځوان د موټر په سر ولګېد، لاندې راوغورځېد او د پاخه سرک په مخ يې سا ورکړه.

یو دوست کیسه کوي چې د داعش د اوسنۍ پلازمېنې ډبوري اورکزو ننداره مې هغه وخت په نصيب شوه کله چې مې يوه دوست ته د تور زېړي مرض لګېدلی و، له ډېرو معالجو وروسته مجبور شو چې په ډبوري کې مشهور حکيم (شالوملا) ته لاړ شي، هغه چې نسخه يې له ډېر پخوا د تور زېړي لپاره ټک پتری بلل کېدله، له ملګري سره د پايوازۍ په توګه زه هم روان شوم، کله چې د هنګو ضلعې له حدودو څخه تېر شوو او د اورکزو حد ته داخل شوو، نو د هرڅه رنګ راته بدل ښکاره شو، پوخ سرک ختم شو او موټر په کندو او سختو غرنيو لارو مزل پيل کړ، د سپېرو غرو په څنډو کې نيمه ودان کورونه ،په خرو او کچرو سپاره ټوپک په غاړه خلک، د خسو او وښو پنډونه په شا ښځګلې او داسې نورې نښې د اورکزو د سيمې ژوندي تصويرونه وو.

 ما د افغانستان او پښتونخوا ډېرې وروسته پاتې، کليوالي او قبايلي سيمې ليدلې دي، مګر هغه ګډوډي او له انسانيت څخه لرې والی مې چې په اورکزو خصوصا ډبوري کې وليد بل ځای مې يې تصور هم نه و کړی .

د ډبوري بازار ته په رسېدو  نور نو سرک ختم شو او د شالو ملا تر کلي چې څو ساعته لار وه بايد پياده تللي وای، د موټر پوښتنه مو وکړه خو خلکو ويل هلته روډ(سرک) نه دی تللی موټر به څنګه لاړ شي؟ خلک مو ليدل چې اوس يې هم د پنځه پېړۍ پخوا زمانې غوندې بارونه په کچرو او اوښانو چلول، د موټر او بايسکل په ځای خلک په خرو او يابوګانو سپاره وو، په کليو چې تېرېدو پرلپسې د کچرو او خرو کاروانونه په مخه راتلل، له ملا څخه له را ګرځېدو وروسته چې د ډبوري بازار ته راغلو ، ګورو چې د بازار له څنګ سره په خوړ کې په سلګونو خلک راجمع شوي دي او بيروبار جوړ دی، پوښتنه مو وکړه چې دا څه خبره ده؟ خلکو ويل نن د مېلې ورځ ده. موږ هم ورغلو چې ځه په مېله کې به کوم شی واخلو.

خو کله چې ورغلو ګورو چې ټولو خلکو مخې ته لوی لوی جوالونه او بورۍ له شنو ميده بوسو ته  ورته موادو ډکې ايښي دي او د خرڅلاو چيغې يې وهي، په ټوله مېله کې يوازې همدغه مواد خرڅېږي، زه حيران شوم چې دا اوس کوم ډول مواد دي؟ او فکر مې کاوه چې شايد دا به کوم ځانګړی طبي بوټی وي او يوازې به دلته پيدا کېږي؛ خو ملګري مې راته وويل چې دا خو اومه چرس دي، وروسته مې وليدل چې د مېلې په منځ کې يوځای ډېر اور لګېدلی دی، هرڅوک له يوه جوال څخه موټی راډکوي او په دې اور ځان ته چرس پخوي، ښايي کوم د چرسو تجار به خيرات کړی و، چې هر چا ترې د موټي ډکولو او ځان ته پخولو حق درلود، همدلته چې ځينو کسانو د پخو چرسو سګرټ لګولي وو او مايې بوی حس کړ نو زړه ته مې ولوېده چې ريښتيا هم چرس دي، ما چې دغه مېله وليده او بيا مې د خلکو لخوا د چرسو عام دودول وليدل دا مې يقين شو چې ددې سيمې به تر نوي فيصده زيات خلک چرسيان وي، ځکه چرس په کې بېخي عادي بلل کېدل او د ژوند يو عام کاروبار و.

 ناوخته غرمه وه او موږ د ډبوري په بازار کې په يوه داسې هوټل پسې ګرځېدو چې ډوډۍ يې د خوراک وړ وي، باور وکړئ زه او ملګری مې له ټول بازاره همداسې وږي راستانه شوو، ځکه هيڅ داسې مناسب ځای مو پيدا نه کړ چې د ډوډۍ څکه په کې وکړو، د همدې سفر په مهال چې کله په نيمه لاره کې له يوه بل ملګري سره پاتې شوو هغه راته ددې سيمې داسې کيسې وکړې، چې زما زړه ته نه لوېدلې، ما چې کله ورته په ډير تعجب د اورکزو په ډبوري بازار کې د چرسو د مېلې خبره وکړه، ده راته کړل: ته د چرسو مېلې ته حيران يې مګر په همدې اورکزو کې هره مياشت يوځل د بې سرپرسته ښځو د خرڅلاو مېله هم دايرېږي، نوموړي وويل چې اورکزي له کلونو کلونو راهيسې يوه ياغي سيمه ده، چې هيڅ حکومت يا کومه بله د قانون مرجع په کې واک نلري، هرڅوک چې هرڅه وغواړي دلته يې کولای شي، همدا لامل دی چې له پخوا څخه قاتلان، داړه ماران او په مختلفو جرمونو ککړ عناصر همدې سيمې ته تښتي او هلته پناه اخلي، حتی اکثره خلک له خپلو مدعيانو څخه چې ښځې تښتوي همدلته يې راولي، يا له پنجاب او نورو سيمو څخه په مختلفو طريقو همدلته ښځې راتښتوي، همدغه بې سرپرسته، میړوښې او تښتول شوې ښځې وروسته د تښتوونکو لخوا خرڅلاو ته وړاندې کېږي او ددې لپاره ځانګړی ځای او وخت معلوم دی.

 د اورکزو او تيرا ځينې کيسې مو شايد د مولانا بجلي ګر په وعظونو کې هم اورېدلې وي، مولانا بجلي ګر په اصل کې د تيرا افريدی و، خو وروسته له خپلې جاهلي ټولنې څخه د په تنګ کېدو له امله په پېښور کې ميشت شوی و، نوموړي د دې سيمې ځينې داسې کيسې بيان کړي چې د جهالت، قساوت، وحشت، ظلم او له دين څخه د ناخبرۍ په برخه کې شايد نړيوال ريکارډ جوړ کړي.

 ددې ایریا د خلکو فکري سطحه او جاهلانه حالت له دې هم اټکل کولای شئ، چې په تېرو لسوکلونو کې يې ډېر خلک د جهاد په نامه د منګل باغ په نوم د پېښور د لاريو د اډې په يوه کلينر پسې روان وو او د ملامحبوب په نامه د يوه بل ملا سره په جګړو کې يې داسې قساوتونه او قتلونه وکړل چې قلم يې په ياد شرمېږي.

 نن سبا د همدې سيمې پخواني چرسيان، قاتلان، داړه ماران او نور لا ابالي وسله وال د يوه پخواني مشهور اختطاف ګر حافظ سعيد خان تر مشرۍ لاندې راټول شوي دي او غواړي په ننګرهار کې خلک له سره مسلمانان کړي.

د داعش د اوازې له ګډېدو سره د اورکزو او تيرا وسلوالو د يوه شکمن پلان له مخې خپلې وسلې  په کچرو بار کړې او د ډيورنډ له کرښې څخه د افغانستان پلو اچين، سپين غر، کوټ او نورو سيمو ته واوښتل، هلته يې ځايي مجاهدين له خپلو کورونو فرار کړل، د هغوی کورني سامانونه، مواشي او ټول ممتلکات يې د غنيمت په نامه ضبط کړل او د هغوی په کورونو کې يې واړول.

 اوس د شينوارو د ډېرو غرنيو سيمو ولکه د اورکزو د پوډريانو په لاس کې ده او په ځايي مسلمانو ولسونو هغه چپه مېچنې چلوي چې په اورېدو يې د انسان پوستکی ځيږېږي.

د عبدالرحيم مسلم دوست په مشرۍ د ننګرهار ځايي داعشیان چې په پيل کې د خلافت په شعار کې ګرم راغلل، اوس يې چې د اورکزو د وسلوالو وحشيانه اعمال وليدل په دوه کې حيران دي، چې څه وکړي.

مسلم دوست او ملګرو يې له داعشيانو نه برائت اعلان کړ.

څه موده وړاندې چې د سپين غر د مامند سيمې  ګڼ شمېر کليوال د اورکزو د يوه وحشي قومندان معاويه لخوا ذبح او ځينې يې په بمونو والوزول شول، عبدالرحيم مسلم دوست ددې خلکو د خلاصولو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو د اورکزو چرسيانو لخوا يې هيڅ خبره وانه ورېدل شوه بلکې اضافه توهين او په سخته سزا هم وګواښل شو.

د مسلم دوست د مخالفت له کبله ډېر ننګرهاريان له داعشيانو واوښتل حافظ سعيدخان د مسلم دوست د وژلو هڅه هم وکړه او د طارق په نامه د مسلم دوست يو وراره يې په جلال اباد کې و واژه او د اسماعيل په نامه بل وراره يې د عراق داعشيانو په دې ګناه و واژه چې ته د حافظ سعيدخان له اجازې پرته سوريې ته راغلی يې او دا کار يې هم د سعيدخان او د ځايي داعشيانو په شيطانت وکړ.

د اورکزو چرسيانو د ننګرهار په ځايي ولس داسې حال راوستی چې اوس خلک  خپلو کورونو ته په خپله خوښه نه شي تللی.

د سپين غر د مامند سيمې اوسېدونکي چې غواړي خپل کلي ته ستانه شي، نو په شډل بازار کې بايد له داعشيانو څخه خپل کلي ته د تللو وېزه او اجازه واخلي، د مامند اوسېدونکي وايي چې داعشيان په شډل بازارکې ناست دي او څوک چې مامند ته ځي نو لومړی د تکبير په نوم يو اورکزی ورته قسمونه او طلاقونه ورکوي، چې په ټول عمر به د داعش خلاف خبره او عمل نه کوي او بيا ورته د لعل محمد په نوم يو بل کس ځانګړې پارچه ورکوي چې که له چا سره دغه پارچه نه وي مامند سيمې ته نه شي داخلېدلی او که څوک بې پارچې ګېر شو نو سخته سزا ورکول کېږي.

د سپين غر مامند سيمه د پوډري داعشيانو لوی مرکز دی، چې اوس يې  واک مکمل د اورکزيانو په لاس کې دی، په دې سيمه کې پخوا د دوی مشر د جهاديار په نوم و، چې بيا د شاهد او ګل زمان سره په همدې سيمه کې په بمبار کې ووژل شو، اوس ددې سيمې واک د معاويه په نوم د يوه سرسخته اورکزي په لاس کې دی، هغه د سپين ږيرو د الوزولو په ويډيو کې چې کوم تن په آس سپور راځي همدا معاويه دی، چې همدا جنايت د همدې سړي لخوا د مامند سيمې له بي ګناه خلکو سره ترسره شوی دی.

 سره له دې چې د ننګرهار له ډېرو سيمو څخه د طالبانو د ځوابي حملو په مټ د داعشيانو ټغر ټول شوی دی؛ خو په ځينو سرحدي سيمو کې چې پاته دي، په خلکو يې د ژوند کړۍ سخته تنګه کړې ده.

په ننګرهار کې د ډبوري د چرسيانو نفوذ ته په پيل کې د ننګرهار يو شمېر ځايي سلفيانو لار هواره کړه، خو اوس د مسلم دوست په شمول د ننګرهار ځايي سلفيان ټول په دې پوه شوي، چې د اورکزو داعش يوه دسيسه وه، چې غوښتل يې یاغیان افغانستان خواته واوړي او هلته په جګړو مصروف شي، عبدالرحيم مسلم دوست اوس له داعشيانو څخه دا شکايت لري، چې خلافت قايمول خو يوازې په افغانستان کې ضرور نه دي بلکې په ټوله نړۍ کې هم جهاد فرض دی، دې ته په پام سره حافظ سعيد خان ولې خپله ټوله درنه وسله او وسلوال افغانستان ته انتقال کړي او په بل ځای کې يې تر اوسه يو ډز هم نه دی کړی؟! بلکه لا د نورو ډلو له پلوه ورته پيسې هم راځي!.

په هر حال په ښېرازه او نوراني ننګرهار د ډبوري  د کارغانو د سيوري راپرېوتل يو داسې تريخ حقيقت دی ، چې که توجه ورته ونه شي پايلې به يې ډېرې ځورونکي وي، دا خلک لکه څنګه چې وړاندې ذکر شول مطلق جاهلان، قاتلان، داړه ماران او تاريخي غله دي چې په خپل تاريخ کې له قساوت، اختطاف او داړه مارۍ پرته بل هېڅ هم نلري.

 له داسې خلکو څخه د خلافت او شريعت تمه کول د ځان دوکه کول دي، د ننګرهار اوسېدونکي هغه که احناف دي يا سلفيان ، طالبان دي اويا دولت پلوي، بايد په مشترکه توګه د اورکزو د پوډريانو په خلاف مبارزه وکړي، د دوی د قوت او استقرار مخه ونيسي او که داسې ونه کړي نو د خپلو سپين ږيرو د قتل عام د ويډيو د ليدلو غوندې دې دې ته هم انتظار اوسي چې يوه ورځ يې ماشومان او تورسرې د غلامانو او وينځو په نوم د ډبوري په مېله کې خرڅلاو ته وړاندې شي، دا خبره ځکه کوم چې دا وحشيان په هيڅ کتاب باور نلري او نه هم د اخلاقو او سړيتوب کومې کرښې ته ملتزم دي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close