داعش ته ورتلونکي سلګونه کومکي جنګیالي له نیمایي لارې ګرځول شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۳)

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، هغه سلګونه کسان یې بیرته له نیمې لارې ګرځولي ، چې غوښتل یې د داعش تر واک لاندې سیمو ته د مزدورۍ په پلمه ځان ورسوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي، درې ورځې مخکې ۳۸۱ کسان چې زياتره يې تنکي ځوانان و او د کونړ او نورو ولايتونو اوسېدونکي وو، نیول شوي.

دوی جنغوزیو په پلمه د داعش سیمو ته ځان رسول غوښتل خو بیرته خپلو ولایاتو ته ګرځول شوي او ۸ تنه موټروانان یې نیولي او څیړنې ترې روانې دي.

د سیمې خلک وایي، اوس مهال د ځنغوزیو د شوکولو وخت نه دی او دې کسانو غوښتل د وزیرو تنګي سیمه کې د داعش ملاتړ ته ځان ورسوي څو یې د طالبانو پر وړاندې جګړو کې له ماتې وژغوري.
د ځایي خلکو په وینا، د وزیرو تنګي سیمه کې داعش وسله وال مېشت دي چې د هغوی له اجازې او ملګرتيا پرته نور خلک نه شي ورتللی.

دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې څه موده وړاندې د ملي امنیت ځواکونو د جنرال جرأت په دفتر چاپه وهلې وه چې په ترڅ کې یې د “ موسی “ په نوم د حضرت علي د کور یوه غړي سره د داعش بیرغونو، واسکټونو، کلاشنکوفونو او نور ډیر نظامي توکي نیول شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار تر استعفا وروسته داعش ډله په ننګرهار کې لږ تر لږه تر فشار لاندې راغلې، پر اتمر تور و چې د هیواد په ختیځ کې له داعش ډلې څخه ملاتړ کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close