داعش د ننګرهار په هسکه مېنه کې د مدرسې دیارلس استادان تښتولي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۶) صابر خپلواک

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو نن سهار د یوې دینې مدرسې دیارلس استادان له ځانونو سره په نامعلوم لوري وړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي رسنیو ته وویل چې د شپولې په نوم د یوې دینې مدرسې دیارلس استادان داعش وسله والو په یو نامعلوم لوري وړي دي.

ولسوال وویل چې د داعش وسله والو نن سهار نهه نیمې بجې په دغه مدرسه برید وکړ او د مدرسې دیارلس استادان یې له ځان سره یوړل.

خو هغه دا نه وايي چې دغه استاذان ولې وړل شوي او شمېر یې څومره و.

ولسوال زیاتوي چې محلي پولیسو پر داعش وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي خو هغوی د استادانو په وړلو بریالي شوي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکي احمد الله  رسنیو ته وویل چې شپږ داعش وسله وال په یو سوزکي موټر کې راغلل او تلاشي یې شروع کړه چې وروسته یې دیارلس استادان موټرو ته پورته کړل او د نرۍ اوبو ساحې ته یې یوړل.

هغه وايي چې استادانو له شاګردانو څخه ازموینه اخیسته، خو نور یې چاته څه نه دي ویلي او حاضر استادان یې له ځانونو سره وړي دي.

تر اوسه د ننګرهار معارف ریاست په دې تړاو ناخبري ښیي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې له پېښې خبر شوی چې د دیني مدرسې استادان داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې وړي خو په دې اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ونه ویل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close