داعش د وژل شو جنګیالیو د بدن غړي پلوري

کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: محمد سمیع سعادت
داعش یا دولة الاسلامیه ډلې د وژل شویو جنګیالیو او ټپیانو د بدن غړو د خرڅلاو لپاره په لومړي ځل د عراق «موصل» ښارکې مرکز پرانستی .
د روسې «اسپوتنیک» خبري څانګې دغه مطلب د عراق موصل ښار یوې ځايي خبري رسنۍ چې نه غواړي نوم يي څرګند شي نشر کړی ويلي يي دي چې داعش په دغه مرکز کې د یوه انسان د بدن غړو په پلورلو باندې کم ترکمه ۸ زره امريکايي ډالر ترلاسه کوي .
مطلب کې راغلي دي چې په نوموړي مرکز کې ډیری دهغو خلکو د بدن غړي ایستل کیږي کوم چې داعش د مخالفینو په تور نيولي او يايي جګړه کې اسيران کړي وي .
تر دې وړاندې انګلیسي ژبې ورځ پاڼې « ډيلي ميل» هم ديته ورته یو راپور خپور کړی وه ، مطلب کې ويل شوي وه چې سوریه او بغداد کې داعش د انسانانود بدن غړو ایستلو لپاره یو شمېر ډاکټران استخدام کړي، ترڅو د جنګي اسیرانو، خپلو وژل شويو جنګیالیو او ټپیانو څخه د بدن غړي د پلورلو لپاره بازار ته عرضه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close