داعش وايي، د سوریې یو پیلوټ (عزام عید) یې نیولی

کابل ټکی کام ۰۴غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
اعماق وېبپاڼه چې د داعش ډلې له لورې چلیږي، ادعا کړې ده، چې د سوریې یو پيلوټ یې نیولی دی.
اعماق وېبپاڼې د دغه پیلوټ نوم عزام عید یاد کړی دی.
«دغه پیلوټ چې عزام عید نومیږي، دمشق ته څېرمه د الوتکې له غورځېدو وروسته په فراشوټ کې راښکته شو، او ونیول شو.»
دغې وېبپاڼې یوه ويډیو او یو شمېر انځورونه هم خپار کړي دي، چې الوتکه پکې نسکوره لیدل کیږي.
اعماق وېبپاڼې همدا راز ویلي دي، چې دغه الوتکه ویشتل شوې ده.
باید ووایو، چې د جمعې په ورځ د سوریې د پوځ یوه جنګي الوتکه د دمشق په جنوب ختیځه برخه کې لوېدلې وه.
همدا راز د سوریې د بشري حقونو د ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یوه دولتي الوتکه د داعش تر کنټرول لاندې سیمه کې لوېدلې ده، خو دا یې نه ده څرګنده کړې، چې الوتکه ویشل شوې او که په خپله غورځېدلې ده.
د یادولو ده، چې د سوریې حکومت تراوسه پورې نه د دغې الوتکې د لوېدو، او نه هم د داعش ډلې له لورې د دغې الوتکې د پیلوټ د نیولو په اړه څه ویلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close