داعش په ننګرهار کې عامه وژنه کړې

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ خلک وايي، چې د داعش ډلې جنګيالو د دې ولسوالۍ په ناجه او ډاګو کليو کې عامه وژنه کړې ده او په هيچا يې رحم نه دی کړی.

داعش ډلې دا دواړه کلي تېره ورځ محاصره کړي وو او کله چې پر کليو ورننوتل، د ولسي خلکو پر کورونو يې بې درېغه ډزې کړې دي.

له سيمې څخه يوه راتښتېدلي وګړي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته وويل، چې داعش په دغو ډزو کې له درندې وسلې کار اخستی او پر کورونو يې د پيکا او راکټ بې درېغه ډزې کړې دي.

د سيمې خلک وايي، چې د يادې ډلې په دې بريد کې د کورونو دننه ګڼ شمېر کوچنيان او مېرمنې وژل شوي او ټپيان دي.

د خلکو په وينا وروسته وسله وال طالبان هم سيمې ته راغلل او له داعش ډلې سره په جګړه ونښتل، چې په پای کې د داعش جنګيالي په شاتګ ته اړ شول.

ويل کېږي، چې د دې ډلې په ليکو کې دغه ډول کارونه هغه کسان کوي، چې له افغانستانه بهر له نورو سيمو راغلي دي، چې له همدې امله د دوی په ليکو کې د شته افغان جنګيالو ورسره اختلاف هم راولاړ شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close