داعش په کابل کې د ننني برید مسئولیت منلی دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) زرغون خوږیاڼی

نن غرمه مهال ۱۲:۲۰ بجې په کابل کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقر العلوم مدرسې په مسجد کې دننه هغه وخت سرتیری برید وشو، چې شیعه ماتم کوونکو د عاشورا څلویښتي لمانځله.

 د داخله وزارت د جنايي تحقیقاتو رئيس فریدون عبیدي ویلي، د شیعه ګانو د اربعین لمانځلو مراسمو ته یو سرتیري برید ګر تر ننوتلو وروسته په ځان پورې تړلو بمونو ته چاودنه ورکړې، چې په دغه چاودنه کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

د عامې ورغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بیا ویلي، چې پيښې له ځایه د ښار بیلا بیلو روغتونونو ته ۳۰ زیات جسدونه او تر ۸۵ زیات ټپيان وروړل شوي دي.

په ټولنیزه رسنیو کې د یاد برید یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې په کې د قرانکریم پاڼې هم په وینو لړل شوې پرتې دي او ځینې یې سوځیدلي دي.

داعش د یاد برید مسئولیت منلی دی، دا څوم وار دی چې په هیواد کې داعش وسله واله ډله د مذهبي تاوتریخوالي اور ته د لمن وهلو په پار دا ډول حملې کوي.

بلخوا طالبانو ویلي چې یاده حمله په دوی پورې اړه نه لري، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، ((د کابل نننی برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري)).

ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله دا حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر پر لمونځ کوونکو او عبادت ځایونو دا ډول برید په کلکو ټکو غندي، د هیواد په مقدس او مذهبي ځایونو حملې کول د اسلام ددښمنانو کار دی، د افغانستان ولس پوهیږي چې دا ډول بریدونه په خلکو کې د نفاق اچولو په موخه ترسره کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

1 thought on “داعش په کابل کې د ننني برید مسئولیت منلی دی”

  1. هوکې دا یقینا هم دتو جه وړ ندی اونه ئې څوک زغملی شي، خو له دوه سري حکومت څخه دا پوښتنه پکار دی چې دپردیو دخوښون او برلاسي او دبردیو دموخو ترسره کولو ته ئې ولې دغه وحشي ډله له عراق او شام څخه په دومره لویو غرونو را واړوله او په توره بوړه او دننګرهار به لرې پرتو ولسوالیو کښې ځای په ځای او اکمال کړل دغه نن په څومره بې رحمي افغانان وژنی، ولسمر او اجرائیه رئیس به کومه خو له ویر کوي او دغه کړنه تقبیح کوي، دا خو همدوی وو چې دغه ډله ئې د پردیو به اشاره په هیواد کښې را منخ ته کړه، اوس نو دا ندي ورته بکار چې د تمساح اوښکې تویه وي، او خلک پرې تیر باسي، خلک باید نور ځان پوه کړی چې که داسې بې عکس العمله باتې کیږی نو نور به هم پدغه دول وژل کیږی، او د بردي بالو دهوس ښکار به وي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close