داعش ډلې د خپل مشر ابو بکر بغدادي غږیز پیغام خپور کړی

داعش ډلې تر نږدې یو کال سکوت وروسته یو ځل بیا د خپل مشر ابوبکر البغدادي غږیز پیغام خپور کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دې غږیز پیغام کې، چې۵۵ دقیقې دی، ابوبکر البغدادي پر خپلو جنګیالیو د ثابت قدم اوسېدو او جګړې ته د دوام ورکولو غږ کړی دی.

د ابو بکر بغدادي وروستی غږیز پیغام د ۲۰۱۷ز کال په سپټمبر میاشت کې خپور شوی و.

د داعش (اسلامي دولت) د مشر، ابو بکر بغدادي، چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې د عراق د شمالي ښار موصل تر نیولو وروسته خپل ځان ”امیرالمؤمنین“ اعلان کړ، په اړه ویل کېږي چې د خپل اعلان شوي ”خلافت“ د واکمنۍ د ټولو ښارونو او سترو سیمو تر بایللو وروسته اوس د عراق-سوريي په سرحدي سیمه پټ دی.

د الفرقان خپرندويې ادارې له لوري د دې خپور شوي غږیز پیغام د ثبت کېدو نېټه او ځای نه دی ښوول شوی، خو د نړۍ پر اوسنیو حالاتو د بغدادي له غږېدا څرګندېږي چې پیغام په همدې ورځو کې ثبت شوی دی.

د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې څو ځله د البغدادي د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي. له څه مودې راهیسې د نوموړي د هستوګنې د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو ویل کېږي چې د ۲۰۱۶ز کال تر پایه پر موصل ښار د امریکا تر برید وړاندې بغدادي په همدې ښار کې و.

هېره دې نه وي چې امریکا د ابو بکر بغدادي پر سر ۲۵ میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close