داعش ډلې د نړۍ دوو مشهورو هېوادو ډیپليماټان تښتولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴) راپور: محمد فیصل روښان

د داعش ډلې په یوه ويډیویي پیغام کې دعوه کړې چې د چين او ناروې هېوادونو دوه ډيپلیماټان يي تښولي .
په دغه ويډیو کې دوه اسیران ښودل کېږي چې نارنجي جامې ور اغوستل شوي دي، چې یو تن «فاین جیهانګي» نومۍ د چين هېواد طبعه دی او بل تن «یوحانګریمسګارډ» نومېږي چې د ناروې هېواد یو ډيپلومات ښودل شوی دی.
په ويډیو کې داعش زیاته کړې چې دوي به د چين او ناروې هېوادونو نه د دغو ډيپليماټانو په بدل کې به په لویه کچه پیسې وغواړي .
ويل کيږي چې ډيپليماټان يي څه موده وړاندې تښتولي، خو ويډیو تازه خپره شوې ده.
د ناروې لومړي وزيرمرستيال «ارناسولبرګ» د داعش له لوري د دوي ډيپليماټانو د تښتولو پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې په سوریه کې د دوی هېواد د امنیت په راوستلو کې هر اړخيزې هڅې کړي دي .
خو هغه دا ځای نه دی په ګوته کړی چې د دوی تښتول شوي ډيپليماټ په کوم هېواد کې دنده ترسره کوله او چيرته د داعش لاس ته ورغلی .
د یادونې وړ ده چې چین د یادې موضوع په هکله لا تراوسه هېڅ نه دي ویلي.اا

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close