داعش ډلې د کورمې او خوست بريدونو پړې په غاړه اخيستي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)

د تيرې جمعې په ورځ د پاکستان په کورمې ايجنسۍ او د افغانستان په خوست ولايت کې دوه سرتيري بريدونه وشول چې له کبله يې په دواړو بريدونو کې لسګونه کسان ووژل شوي او له سلو زيات زخميان شول.

د کورمې ايجنسۍ په بريد کې چې د جمعه بازار په نوم په يوه ميله ځای کې ترسره شو د ځايي چارواکو په وينا پنځه دېرش کسان پکې ووژل شول او تر پنځوسو زيات ټپيان شول.

بريد د ايجنسۍ په کلايي سيمه کې ترسره شوی و چې د ځايي راپورونو تر مخه ډيری قربانيان يې شيعه مذهبه وګړي دي.

داعش ته منسوب ويپاڼې اعماق د دغه برید پړه منلې او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې يې له پنځوسو زيات شيعه ګان وژلي او اووه پنځوس نور زخميان کړي دي.

دغه راز د وړمې ورځې د جمعې د لمانځه پر مهال په خوست کې د ملي اردو د ۲۰۳لواء په جومات کې يوه تن ځان ته چاودنه ورکړه چې له کبله يې د مسوولینو په وينا شپږويشت عسکر وژل شوي او تر پنځوسو زیات عسکر پکې ټپيان شوي دي.

داعش په ياده (اعماق) پاڼه کې د خوست د بريد پړه هم منلې ادعا کوي چې په ياد بريد کې د ملي اردو پنځوس عسکر وژل شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان دي.

وخت ناوخت په افغانستان کې د ځينو بريدونو پړې داعش وسله واله ډله په غاړه اخلي.

د پوځي شنونکو او ځينو سيمه ييزو هېوادونو د چارواکو په وينا، داعش په افغانستان کې د ملي امنيت او امریکا ملاتړ له ځآن سره لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close