داعش ډلې په سوریه کې خپل ۸ تنه بهرني جنګیالي په دار ځړولي

کابل ټکی کام ۱۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پرس خبري اژانس د خبر له مخې، چې داعش ډلې په سوریه کې خپل ۸ تنه بهرني جنګیالي په دار ځړولي دي.
خبر وایي، یاد ۸ تنه جنګیالي چې د هالنډ هېواد وو، د سوریې د رقه ښار په معدن ښار کې په دار ځړول شوي دي.
د پرېس خبري اژانس د خبر له مخې چې په رقه ښار کې د داعش مربوطې د یوې ډلې لوړ پوړو چارواکو او ۷۵ هالنډي جنګیالیو یې تر منځ ستونزې پیدا شوي دي، چې له همدې وجې یې دا ۸ هالنډي جنګیالي په دار ځړولي
دغه خبري اژانس لیکلي دي، چې:
«دا چې وړاندې هم داعش ډلې د عراق ځانګې ۳ تنه هالنډي جنګیالی د تېښتې د هڅې په تور وژل شوي وو، چې له همدې ورځې څخه د هالنډي جنګیالیو او د داعش ډلې د یو شمېر چارواکو تر منځ ستونزې پیل شوې، ښایي دغه ۸ تنه هم د تېښتې د هڅې په تور وژل شوي وي.»
وړاندې چې د داعش ډلې یو شمېر چارواکو ۳ هالنډيان د تېښتې د هڅې په تور ووژل، نو د داعش ډلې مشر سیمې ته یو هیئت واستوو، هغه د خپل سفر څخه وروسته خپل مشر ته تیار کړی راپور وړاندې کړ، چې پکې هالنډي جنګیالي ملامت بلل شوي وو، چې وروسته له هغې څخه د هالنډي جنګیالیو د نیولو امر وشو.
د یادولو ده، چې د هالنډ د استخباراتو د مالوماتو له مخې چې په عراق او سوریه کې د ۵۰ ښځو په ګډون ۲۰۰ هالنډیان د داعش ډلې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close