داعش ډلې کنړ کې دولس ماين پاکان تښتولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) د کنړ ولايت چارواکي وايي، چې داعش ډلې د دغه ولايت په پيچ درې ولسوالۍ کې دولس ماين پاکان تښتولي چې تر اوسه يې د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم وايي، دغه ماين پاکان د “اِريا” موسسې اړوند و او تېره ورځ د غونډې سر سيمې څخه تښتول شوي دي.

د مصمم په خبره، پېښه داسې ځای کې شوې چې هلته حکومت حاکميت نه لري او وخت ناوخت داعش وسله وال پکې فعاليتونه کوي.

نوموړی وايي، په سيمه کې مخابراتي شپکې کار نه کوي خو قومي مشرانو به منځګړيتوب د هغوی د خوشې کولو هڅې روانې دي.

په وروستيو کې داعش ډلې په کونړ کې فعاليتونه ډير کړي چې د ځايي چارواکو په وينا څو ځلې د طالبانو او هغوی تر منځ نښتې هم شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې د يادو ماين پاکانو د تښتولو په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close