دافغانستان دوضعیت په اړه دجرمني وروستی راپور: ورځ تربلې د طالبانو پرمختګونه زیاتیږي

راپور زیاتوي؛ د هیواد شمالي برخه چې یو وخت د جرمنیانو په کنترول کې وه، د طالبانو د نفوذ تر ټولو قوي ساحې دي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

د جرمني دولت د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوځل بیا خپل مفصل راپور خپور کړی، چې له مخې یې دا هیواد دبهرنیو پوځیانو لپاره تر ټولو بد ځای ښودل شوی.
راپور چې په ۲۶ مخونو کې خپور شوی پکې راغلي؛ طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي او د نړیوالو ځواکونو په ټولو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

راپور زیاتوي؛ د هیواد شمالي برخه چې یو وخت د جرمنیانو په کنترول کې وه، د طالبانو د نفوذ تر ټولو قوي ساحې دي.
راپور وړاندې وایي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو وضعیت لا پسې کړکیچن کړ او طالبانو د افغانستان پر نیمایي برخه واکمني ترلاسه کړه.
المان تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل کلني راپورونه د (پرمختګونوراپورونه ) نومول خو اوس دا راپورونه دافغانستان په اړه د المان ځانګړی راپور ، او یا هم موقت راپورونه نوموي.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۹۸۰ تنه عسکر لري چې په لنډ راتلونکي کې به داشمیره تر ۱۳۰۰ پورې لوړه کړي.
په یاد راپور کې راغلي؛ چې الماني ځواکونه اوس هم له سختو تهدیداتو سره مخ دي او لا هم د افغان ځواکونو په روزنه کې څوتنه ساتونکي له ځان سره ساتي ترڅو پرې خپل روزل شوي افغان سرتیري برید ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close