دافغانستان دکړکيچ دحل په اړه دنړيوالو هڅو اړتيا

دافغانستان مسئله، چې ورځ په ورځ يې دحل لاره اوږدېږي، افغانان او دافغانستان ګاونډيان يې له ستونزو سره مخ کړي دي. په افغانستان کې دهرې ورځې په تېرېدو يوه نوې غميزه رامنځ ته کېږي، چې نور خو نه افغانان دجګړې په اور کې دسوزيدو او نه نور، دنويو غميزو توان لري.

افغان دولتي چارواکي دخپل ناکام سياست او پاليسۍ په لرلو سره دسېمې او ګاونډيانو څخه دافغانستان دکړکيچ دحل په اړه نا اميده شوې دي. دخپلې ناکامې پاليسۍ او يوې څرګندې استراتيژۍ په نه لرلو سره افغان دولتي چارواکو په سېمه کې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

افغان چارواکي کله ګاونډيان خپل دښمنان اودافغانستان په چارو کې لاس وهوونکي او مداخله ګر بلي او کله بيا وايي، چې بې دګاونډيانو دهمکاريو په افغانستان سوله ناشونې ده .

د تېرې شوې مياشتې په دويمه اودريمه نيټه په قطر کې دافغانستان په اړه دوه ورځنی سيمينار ديوې کاناډايي مؤسسې لخوا، چې مشري يې دايټاليايي مشر (فاولو) په غاړه وه د۴۴ګډونوالو په جمله کې ددولت او طالبانو استازو هم برخه اخیستې وه، چې دهمدې نړيوالو هڅو په دوام په اسلام اباد او چين کې پټې او ښکاره غونډې شوي دي اوباما دپاکستان صدراعظم ته دافغان مسئلي دحل مشوره ورکړه  او چين هم خپله ليوالتيا وښوده، خو دکابل چارواکي چې لا دکندوز او نورو سېمو دجګړو په زخمونو پټۍ لګوي، دسولې او امن په اړه دنوې ساه اخيستنې توان نلري.تراوسه پورې افغان دولتي چارواکو دسولې دهڅو ښکارندويي نه ده کړې، خو دځينې رسنيزو معلوماتو له مخې امکان لري دوه يا درې اونۍ وروسته په نورو هېوادونو کې دشوو،سمينارونو په تسلسل سره په اسلام اباد کې دافغانستان دمسئلې دحل په اړه يو نړوال کنفرانس جوړ شي. پاکستاني چاوارکو او رسنيو دراتلونکي  جوړيدونکي کنفرانس په اړه چې په اسلام اباد کې به جوړ شي، څه نه دي ويلي او افغان چارواکي دکنفرانس له جوړيدو، لا خبر نه دي. خو معلومات دا څرګندوي چې په دې کنفرانس کې به دافغانستان دکړکيچ په اړه دنورو شوو سمينارونو او کنفرانسونو په پرتله پرمختګ وشي.

په اسلام اباد کې جوړيدونکي کنفرانس ته (داسيا زړه) نوم ورکړل شوی دی، چې دی داسيا زړه په کنفرانس کې به دسېمې ۲۵هېوادونو مشران او استازي برخه واخلي.

دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت داسيا زړه کنفرانس لپاره يو شمېر هېوادونو لکه چين ، ازربايجان ، ايران ، قزاقستان، افغانستان ، تاجکستان ، ترکمنستان، عربي اماراتو او ترکيې ته بلن ليکونه ليږلي دي. ځيني سرچينو څرګنده کړې چې پاکستان په دې کنفرانس کې هند ته هم بلن ليک ليږلی دی خو دا نه ده څرګنده چې دهند دبهرنيو چاروا وزيره سوشما سوراج دبلن ليک په رسيدو سره په کنفرانس کې دګډون پريکړه وکړي او کنه؟

په اسلام اباد کې راتلونکی جوړيدونکی داسيا زړه په نامه کنفرانس کې به دافغانستان دروان کړکيچ او افغانستان سره دمرستو په اړه به نړيوال بحثونه وشي ترڅو دافغانستان دمسئلې او کړکيچ دحل لپاره يوه سالمه لاره غوره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close