دافغانستان ولسمشرۍ ټاکنې درې میاشتې وځنډیدې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)

د ټاکنو کمېسيون باوري سرچينو ويلي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د درې مياشتو لپاره ځنډېدلي دي.

تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې ولسمشريزې ټاکنې به د وري مياشتې په يودېرشمه نيټه ترسره کېږي خو تازه مؤثقې سرچينې وايي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د درې مياشتو لپاره ځنډول شوي دي.

ويل شوي چې د ټاکنو کمېسيون مشرتابه پلاوي پريکړه کړې چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به درې مياشتې وروسته د ۱۳۸۹کال د سرطان مياشتې په دوه ويشتمه نيټه ترسره کېږي.

د يادونې ده، چې په دغه نيټه به د ولايتي شورا او ولسواليو شوراګانو ټاکنې هم کېږي.

څه موده مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې وه خو وروسته د ولسمشر غني د وياند له لوري پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ټينګار وشو.

ويل کېږي، خليلزاد له افغان سياسيونو سره په ليدنو کې درې وړانديزونه مطرح کړي و چې یو پکې د ولسمشريزو ټاکنو ځنډول، د لويې جرګې رابلل او همدارنګه د موقتې ادارې له رامنځته کولو څخه عبارت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close